د احساس لېږدونې ستونزه په داستان کې

لیکوال : محمدخالص ادیب

د استادې مو ډېر ښه مېتود و، هغې به په هر ساعت کې له محصلینو یوه یا څو حلقې جوړولې، وروسته له هغې به یې موضوع ورته انتخاب کړه، دوی به په خپل منځ کې ورباندې بحث کولو؛ نو په دغه کار سره به نه یوازې د دوی تر منځ   د افکارو تبادله کېدله بلکې  په ټولګي کې به یې یوه داسې فضا رامنځته کړه چې په درس کې  به ټولو برخه اخیسته، هغه کسانو به هم په یاده موضوع باندې جرو بحث کولو کوم چې په صنف کې به یې یوه خبره هم نه کوله.

یوه ورځ مو استاد ټولګي ته د عملي کره کتنې لپاره لنډه کیسه راوړه، ورقې یې تقسیم کړې هر محصیل سترګې په ورقه کې وګنډلې، دا کیسه مې تر پایه پورې ولوسته له ځانه سره مې فکر وکړ چې د کیسې لیکوال/لیکواله ښځینه ده، ځکه په کیسه کې راوي ټول داسې احساسات بیان کړي و، چې له ورایه یې د ښځینه احساساتو استازیتوب کولو.

د لیکنې له لوستلو سره  سم د ګل رحماني رحماني یوه لیکنه را یاد شوه چې د (اوسني شعر بهیر) اثر کې مې لوستې وه، لیکنه په  “شعر کې د ښځینه  او نارینه د جنسیت ستونزه”  تر عنوان لاندې وه، ددې کیسې په لوستلو سره  دا پوښتنه راته پیدا شوه موږ نه یوازې په شعرونو کې د نارینه او ښځینه د جنسیت ستونزه لرو بلکې په داستانونو کې هم دا ستونزه شته.

په یاده کیسه باندې مې د ټولګيوالو نظرونه په پوره حوصله سره واورېدل، ځینو یې په پیغام، ځینو د کیسې په ژبه، ځینو د جملو په جوړښت، ځینو په کرکټرونو، ځینو په غوټه.. خبرې وکړې په اخر کې استاده پورته شوه، زموږ په ټولګیوال یې غږ وکړ، جګه شه! د دوي د نظرونو په وړاندې خپل نظر څرګند کړه، وروسته له هغې مې په ذهن کې یو ډول پوښتنې راولاړې شوې چې څنګه کولای شي یو نارینه د ښځینه او ښځینه د نارینه احساسات په کیسه کې بیان کړي؟

د کیسې اصلې کرکټره یوه نجلۍ وه چې کیسه یې راوي په خپله کوله، په یوه هلک باندې مینه وه، د دواړو مینه اخري حد ته رسېدلې وه، خو زموږ د ټولنې عنعناتو له یو بل نه لرې ساتلي و، په کیسه کې نجلۍ د وخت له ناخوالو، بې ځایه رواجونو او دودونو څخه سر ټکولی و، او زیاته نیوکه یې د غیرت په نوم بې ځایه پښتني دودونو باندې کړې وه، په داسې حال کې چې زموږ زیاتره دودونو له اسلام او حنفي فقې سره هم په ټکر کې دي، سره له دې چې نجلۍ له زیاتو پرابلمونو سره مخامخ وه، خو بیا یې هم خپل همت له لاسه نه و ورکړی ددې په وړاندې کوم خنډونه چې موجود و، ورسره یې مبارزه کوله، د کیسې له  ولوستلو څخه دا راته معلومه شوه چې واقع اوس هم ځینې کسان په بې ځایه غیرت کې راګیر دي کله چې د خپل ځان ومني وروسته له هغې هېڅ افغاني او اسلامي ارزښتونو ته درناوی نه کوي.

په یوه داسې ټولنه کې چې هلته ښځینه لیکوالانې د ګوتو په شمېر لرو، ښځې له ګڼو ستونزو سره مخامخ وي، له تعلیم څخه محرومې وي، کومې چې تعلیم کوي د بې حیا یا فاحشې ټاپه ورباندې لګول کېږي؛ نو څنګه به وکولای شي چې یو نارینه دد ښځینه د احساساتو ترجماني وکړي؟ ددې پوښتنې به ځواب کې به ووایم چې نه هېڅ کله یې نشي کولای، باید دوي ته لاس ورکړل شي تر څو خپلې ستونزې په خپله د قلم په ژبه د فکر له خاوندانو سره شرېکې کړي او هغه د حل لارې چارې ورته ولټوي.

نو د احساس لېږدونې په برخه کې موږ څو ډوله لیکوالان لرو:

یوه ډله هغه لیکوالان دی چې صرف د خپل جنست استازیتوب کوي او خپل احساسات په خپل بیانوي، بله هغه ډله لیکوالان دي چې په مستقیم یا غیري مستقیم ډول ورڅخه کله کله  نارینه څخه ښځینه او له ښځینه څخه نارینه احساسات بیانېږي. دریم ډول هغه لیکوالان دي چې په مستقیم ډول   ښځینه د نارینه په نوم او نارینه د ښځینه په نوم باندې لیکوالي کوي خو زموږ په ټولنه کې  ښځینه لیکوالانې د ګوتو په شمېر دي او تر اوس پورې داسې لیکواله نه ده پیدا شوې چې د نارینه په نوم باندې لیکوالي وکړي که پیدا هم شي هغه به د مجبورۍ له وجې دا کار کړي وي؛ خو زیاتره نارینه بیا د ښځینه په نوم باندې لیکوالي کوي چې دا نه یوازې ښځینه وو ته ستونزې جوړه وي بلکې د هغو د احساساتو استازیتوب هم نشي کولای،  په راتلوونکي کې نقادانو یا کره کتوونکو ته هم غټه ستونزه را ولاړه وي چې په اسانۍ سره نشي کولای د دوي د جنسیت توپیر وکړي.

اوس هم راځو د هېواد تکړه لیکوال  کیسې ته چې د ښځې په  نوم  (زلیخا عزیز)   کړه ده  د “غبرګوني” تر عنوان لاندې کیسې ته، کیسه د یوې ښځې به ژوند باندې راڅرخي، چې د ظلم او جهالت په تورو تیارو کې ژوند کوي، د نوموړي ښځې دري لورګانې پرله پسې توګه پیدا کېږي په څلور ځل خدای  بیا غبرګې لورګانې ورکوي، نو په دغه صورت کې د خاوند له خوا ورسره ناسم چلند کول، د کیسې د مرکزي کرکتر په وړاندې لوی خنډ دی، چې نوموړې ښځه په پوره زغم او صبر سره له غربت او ناخوالو ډک ژوند تېروي.

په پورتنۍ کیسه کې نه یوازې دا ستونزه ده چې نارینه لیکوال ښځینه احساسات بیان کړي دي بلکې لویه ستونزه داده چې لیکوال په لوی لاس د ښځنه وو د لیکوالي مخنیوی کوي؛ ځکه نوموړی یې په نوم باندې لیکل کوي، چې په دغه کار سره زموږ د تولنې روڼ اندي کسان بیغمه کېږي، دومره په ښځه باندې فشار نه راوړي چې لیکنې وکړي.

مستعارو  نومونو باندې لیکوالي موږ ته دا ډاډ راکوي چې شته ځینې ښځینه چې پښتو ادب کې   ورباندې حساب  وشي، د ښځو ناخوالې بیان کړي، خو په اصل کې به مو تاوان دا کړي وي، چې هېڅ به دغه تشه نه وي ډک شوې د هر مستعار ښځینه لیکوال وروسته به موږ ته ببر بریت سړی را څرګندېږي چې د ښځې په نوم باندې لیکوالي کوي.

که چېرې موږ بیا د شفیقې خپلواک د “ قصابخانې ” تر عنوان لاندې کیسې  ته راشو هلته واقع دا په دې توانېدلې ده چې هغه د زوی د نشتون احساس یې په ښه ډول سره بیان کړي  او د کیسه په لوستلو سره لوستونکي اوښکې هم ورسره توي، او دې ته مجبوره کېږي چې  زموږ په تولنه کې د دغې ناجبران کېدونکي ظلم په وړاندې ودرېږو، پرې نه ږدو چې نور مو ښځینه وې اوښکې تویې کړي.

دلته هم کیسه د یوې ښځې په ژوند باندې راڅرخي، چې وروسته له څلورو لوڼې خدای زوی ورکوي خو نظر زلیخا ته چې یو نارینه لیکوال دی  خپلواک   په ښه توګه ښځینه  احساسات بیان کړې دي، په هر پاراګراف سره لوستونکی له ځانه سره اخلي او د زړه له کومې ورسره خواخوږي کوي او یو ریښتنی درد په کې لیدل کېږي.

د کیسې راوي کیسه کوي، یوې ښځې ته خدای وروسته له څلور اولادونو زوی ورکوي هغه د کلي د ملک د زوي له خوا په موټر باندې وهل کېږي، روغتون ته وړل کېږي، په افغانستان کې خو معلومه خبره ده روغتونونه په معیار برابر نه دي  وروسته له څو ورځو په طورخم بارډر اوړي پېښور رحمان هسپتال ته خي،  هلته له افغانانو سره دوګونی چلند، د پولیسو ځورول، غریبي ټول کړه وړه په دومره ژورو احساساتو بیانوي چې لیکوال د کیسې  له منځ څخه وروسته تر پایه په لوستونکې اوښکې تويوي، په اخر کې د مېړه نادرک کېدل د پاکستان زندانونو، ته اچول یې بله ناخواله ده، چې افغان میرمن یې ډېره ډېره ځورولې ده.

اوس که چېرې  ددې دواړو کیسو د لیکوالانو احساساتو ته وکتل شي، نو راته معلومه به شي چې یوه نارینه هېڅکله د ښځنیه او ښځینه هېڅکله نارینه استازیتوب نشي کولای.د هېواد  تکړه شاعر او لیکوال ښاغلی ګل رحمان رحماني په نظر باندې خپلې خبرې راتولوم نوموړي داسې وایي:”په رواني لحاظ هم یو نارینه د ښځینه د احساس او فکر ترجمان نه دی، او نه په پوره مانا سره د ښځې دورني احساسات، خیالونه، محرومیتونه او غوښتنې انځورولی شي، او نه هم ښځینه دا وړتیا لري”.