د احصایې او مالوماتو ملي ادارې هغه آوازې رد کړې چې ګواکې د برېښنايي پېژند پاڼو بيې لوړې شوې دي

‏‏د احصایې او مالوماتو ملي ادارې هغه آوازې رد کړې چې ګواکې د یوې برېښنايي پېژندپاڼې بېه ۷۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده. یادې ادارې ویلي چې د برېښنايي پېژندپاڼې بیه ۵۰۰ افغانۍ ده او نور هیڅ لګښت نه لري، ‏خو د آسان خدمت په څانګو کې د یوې پېژندپاڼې بیه د دې له امله ۷۰۰ افغانۍ ټاکل شوې چې په ۲۴ ساعتو کې غوښتونکي ته سپارل کېږي.