د اختر د لمانځه طریقه او مسایل

د اختر د لمنځونو وخت:

د اختر د لمنځونو اصلي وخت كله چي لمر يوه نېزه راپورته شي  او بيا تر زوال پوري(۱)

په صحراء کي د اختر لمونځ:

په صحراء كي د شرائطو د نه موجوديت په خاطر د اختر لمونځ واجب نه دئ(۲)

د اختر لمونځ پر چا واجب دی؟

د اختر لمونځ پر هغه چا واجب دئ كوم چه جمعه پر واجبه وي(۳)

د اختر د لمانځه طریقه:

د كوچني او لوی اختر په لمنځونو كې په اول ركعت كې د تكبير تحريمه سره چي فرض دئ درې تكبيره واجب دي د تكبير تحريمه تر ويلو وروسته به لاس تر نامه لاندي نيسې او په دوهم او دريم تكبيركي به لاسونه ايله نيسي او په څلورم تكبير كې به هم لاسونه تر  نامه لاندي  نيسي.

اول تكبير:  لاسونه پورته كېږي او تر نامه لاندي نيول كېږي.

دوهم تكبير:  لاسونه پورته كېږي او ايله كېږي.

دريم تكبير: لاسونه پورته كېږي او ايله كېږي.

څلورم تكبير: لاسونه پورته كېږي او تر نامه لاندي نيول كېږي.

او په دوهم ركعت كي د ركوع د تكبير سره څلور تكبيره واجب دي په اولو درو تكبيرو كي لاسونه تر غوږو پورته كېږي او ايله كېږي ا و په څلورم تكبير كي به بي له لاسو پورته كولو ركوع ته ولاړ شئ.

قانون: ياد ولرئ چي په كوم ځاى كي تر تكبير وروسته يو څه ويل كېږي هلته لاسونه تر نامه لاندي  نيول كېږي او  په كوم ځاى كي چي تر تكبير وروسته يو څه نه ويل كېږي هلته لاسونه ايله كېږي(۴)

داختر د لمانځه نیت:

فقهاء كرامو فرمايلي دي چه په نيت كي ضروري ده چه انسان په زړه سره د هغه لمانځه اراده وكړي كوم چه دی ئې ادا كوي البته كه يو څوك په ژبه سره د نيت الفاظ ووايي هم پروا نه لري…

اول:  به تكبير تحريمه ووايي.

دوهم:  به ثناء (سبحنك اللهم …) تر اخره پوري ووايي.

دريم: به درې واره تكبيرونه ووايي او په هر تكبير كي به لاسونه غوږو ته پورته كوي او ايله كوي به ئې او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى شي.

څلورم: سورة فاتحه او قرائت به وائي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته شي.

پنځم: نو امام به سورة فاتحه او قرائت وايي او بيا درې واره تكبير وايي پر هغه طريقه چي پورته  ليكل شوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ شي(۵)

که مقتدي د امام سره په رکوع کي شامل شو:

كه يو سړى د اختر په لمانځه كي په داسي حال كي راغلی چي امام پر ركوع وو نو دى به په ولاړه تكبير تحريمه ووايي او كه ئې امكان وو چي ركوع هم كولاى شي نو تكبيرونه دي ووائي او كه ئې امكان نه وو نو ركوع دي وكړي او تكبيرونه دي په ركوع كي ووايي خو لاسونه به نه پورته كوي(۶)

که مقتدي د امام سره په قومه کي شامل شو:

كه مقتدي د امام  سره په قومه كي شامل شو نو په قومه كي به تكبيرونه نه وايي ځكه چي مقتدى د اول ركعت سره د تكبيرو قضاء را وړي(۷)

که د یو چا څخه د لمانځه یو رکعت تېر شو:

كه د يو چا څخه د اختر د لمانځه يو ركعت د جماعت تېر شو نو امام چي كله سلام وګرځوي مقتدى به ولاړ شي او ثناء (سبحنك اللهم…) تعوذ (اعوذباالله) تسميه (بسم الله…) فاتحه (الحمدلله …) او سورت دي ووايي بيا دي تكبيرات زائده ووايي او ركوع دي وكړي او پاته لمونځ دي پوره كړي(۸)

که مقتدي په رکوع کي یو یا دوه تکبیرونه وویل:

كه مقتدي په ركوع كي يو يا دوه تكبيره وويل بيا امام سر راپورته كړي نو مقتدى به هم سر راپورته كوي او د امام متابعت به كوي او پاته شوي تكبيرونه د ده څخه ساقط كېږي(۹)

که مسبوق په التحیات کي د امام سره شامل شو:

مسبوق يعني هغه څوک چي د اختر لمونځ ځني تېر شوى وي او په آخره ناسته کي د التحيات وروسته تر سلام مخکي يا تر سلام وروسته تر سجده سهوي مخکي يا تر سجده سهوي وروسته خو امام لا سلام نه وي ګرځولى راشي، نو دغه نفر به ولاړ شي او نور پاته لمونځ به پوره کړي(۱۰)

که څوک اختری نکوي بیا به هم د اختر لمونځ کوي:

كوم څوك چي اختری  نه كوي د هغه لپاره هم د اختر لمونځ شته ځكه چي د اختر لمونځ مستقل واجب دئ او اختری  كول مستقل واجب دئ نو كه څوك د قدرت باوجود اختری  نه كوي هغه سړى ګنا ه ګار دئ(۱۱)

که د یو چا څخه د اختر لمونځ تېر شو:

كه چيري د يو چا څخه د اختر لمونځ تېر شو نو په هغه ځاى كي چي عيدګاه وه بل جماعت كول جائز نه دي بلكي بل ځاى به په بل امام پسي د اختر لمونځ كوي(۱۲)

د اختر لمانځه ته د ښځو تلل:

د اختر د لمانځه لپاره و عيدګاه ته د ښځو تلل مكروه دي كه ئې په تللو كښي فتنه وه(۱۳)

د اختر د لمانځه وروسته روغبړ کول:

د اختر تر لمانځه وروسته روغبړونه لازم بلل په شريعت كي كوم ثبوت نه لري(۱۴)

ایا پر ښځو د اختر لمونځ واجب دی؟

پر ښځو باندي د اختر لمونځ واجب نه دئ او كه ئې هم وكړي نو لمونځ ئې نفل دئ(۱۵)

ښځي د اختر لمونځ په جماعت نشي کولای:

يوازي ښځي د اختر لمونځ په جماعت سره نه شي ادا كولاى( ۱۶)