یکشنبه , 28 اپریل 2024

د اخلاقو اخروي او دنیوي ګټې

حامد افغان

هوایي ډګر کې ټکسي ته انتظار وم چې هوټل ته ځان ورسوم، له ښه مرغه یو پاکیزه او ښایسته ټکسي رابرابر شو، ډریور یې پاک سوتره کالي اغوستي و او موسکا یې په خوله وه، په ډېر احترام یې د روغبړ لپاره لاس راکړ، راته کړه یې زه احمد نومیږم، د شا دروازه یې راته خلاصه کړه یو وړوکی کارت یې راکړ، ول زه ستا سامان په موټر کې ږدم، لطفاً ته زما د دندې کارت وګوره.

په کارت کې لیکلي و: الله مو وختونه په خیر لره، زما دنده په کم وخت کې، په ارام سره، په ارزانه بیه او په مینه او درنښت ستاسو خپل هدف ته رسول دي.

کله چې موټر ته کېناست، له روانولو مخکې یې پخپله هنداره کې ما ته وکتل او په ورین تندي یې راته وویل: زه دوه ترماسونه لرم، یو د ساده چای او بل د قهوې، کوم یو درته واچوم؟ ما په ټوکه ورته وویل: زه خو ساړه مشروبات غواړم .. دستي یې راته وویل: ساده اوبه هم شته او مختلف جوسونه هم شته، خواږه هم شته او بې خوږو هم، کوم شي ته مو اشتها کېږي؟ مال د نارنج جوس راکړه او سمدستي یې سوړ بوتل راته ونیو.

کله چې روان شوو راته کړه یې: ستا خوښه، راډیو که ټیپ درته چالان کړم؟ ورځپاڼه ګورې؟ د بازار سیل کوې؟ چوپ پاته کېږې او که زما سره ګپ لګوې؟ نوې ورځپاڼه او مجله لرم، تر هدفه پوري 40 دقیقې وخت لرو، مال ستا سره ګپ لګوم، د خبرو منځ کې یې څو ځله راته وویل: د موټر هوا برابره ده زیاته یخه یا کمه خو نه ده.

د ډریور دروند، انساني او احترامانه چلند ته زه حیران وم، مال احمده وروره! له ټولو خلکو سره همداسې چلند کوې؟! احمد راته وویل: متاسفانه دا طریقه مې دا دوه کاله کېږي چې خپله کړې ده، له دې مخکې د عامو ټکسي ډریورانو غوندې وم، مخکې پنځه کاله عادي اوسیدلم، موټر به مې چټل او بوین و، اخلاق مې تروش او احترامانه نه و، هر وخت به په بیړه او شکایتونو سر وم، د سپرلۍ جیب کې به مې سترګي ګنډلې وې چې ژر پیسې ورنه ترلاسه کړم او له موټره ښکته شي.

یو وخت مې له یوه عالم نه د اخلاقو په اړه په زړه پوري معلومات واوریدل، له هغه وروسته مې په دې اړه نور معلومات هم ولوستل او له دیني او ټولنیزو ګټو سره د اخلاقو دنیوي ګټې هم راته معلومي شوې، له هغې ورځي راهیسي مې د اخلاقو په تهذیب کار پیل کړی دی، اوس الحمد لله په زړه کې د عجیبه نېکمرغي، خوشالي او ارام احساس لرم. او زړه مې له مینې او محبته ډک دی، نو غواړم دا نېکمرغي، مینه او محبتونه په عامو خلکو او خپلو سپرليو هم ووېشم.

احمد استاد زیاته کړه: اوس مې د اخلاقو په برکت الحمد لله د ټکسي کار په عجیبه توګه ښه شوی دی، دا سږ کال ګټه مې د نورو کلونو په پرتله څلور برخې زیاته شوې ده، په خلکو پسې نه شم رسیدلی، آن خلک میسج کې وخت او نمبر راوليږي او خلک زما له چوپړ نه ډېر خوشاله دي.

پایله: زموږ عامو ټولنیزو اخلاقي کمزوریو کې د ډریور طبقې (په بښنه او معذرت) اخلاقي حالت هم پوره بېخونده دی، الا من رحم الله تعالی، دوی باید پوه شي چې ښو اخلاقو کې له اخروي ګټو سره د دنیا ګټي هم نغښتې دي، چينايان متل کوي: که اخلاق مو ښه نه وي؛ دکان مه ږدئ. د دکاندار په نسبت ټکسي ډریور له خلکو سره اوږد وخت اړیکي لري نو د ده لپاره اخلاق لا مهم دي.

خلاصه دا چې په یقین سره وایم که بد اخلاقه ټکسي یا عام ډریور میاشت کې (10000) افغانۍ ګټي د ښو اخلاقو خاوند ډریور به خامخا په وخت سره (15000) افغانۍ ګټي. او د اخلاقو دیني او ټولنيزي ګټي به پردې علاوه وي. له نن وروسته دې ټکسي او عام ډریوران په دې مشوره د عمل کولو کوښښونه پیل کړي، د دنیا او اخرت دواړه ګټي به ترلاسه کوي. باذن الله تعالی