د ادب او ادبياتو پيژندنه

د ادبياتو د تعريف او پيژندنې په باب ډېر څه ويل شوي دي .

دعربي او خراساني پوهانو په اند :

ادب په لغت کې پوهې،زيرکۍ،اخلاقي تهذيب او فضيلت ته ويل کيږي. او په اصطلاح کې ادب هغه پوهه او رياضت دی،چې انسان ته فضيلت ورپه برخه کوي او په خپلو کړو وړو کې يې له سهوې او ښوېېدنې څخه ژغوري .

ددغو پوهانو په عقيده ادب پر دوه ډوله دی :

۱- فطري ادب : چې په ښو خويونو  او معاشرتي  تهذيب  پورې اړه لري .

۲-اکتسابي ادب : چې له نورو خلکو څخه زده کيږي  او د بليغې وينا لارې چارې  ښيي. اوسني ادبي کره کتونکي د ادب په برخه کې پر دغسې يادونو  قناعت نه کوي .

لومړی دا چې ادب د اخلاق پوهنې (Ethics ) له پلوه بېله  مقوله ده او دښکلا پوهنې (Aesthetics ) له نظره بله مقوله ده .

دلته زيار اېستل شوی دی ، چې اخلاقي او استيتيکي مقولې سره توحيد کړي .

دوهم دا چې اخلاق فطري نه دي ، بلکې دبلېغې وينا په څير اکتسابي دي او له ټولنې څخه زده کيږي .

ديادو شويو پوهانو په نظر ادبي علوم هغو پوهنو ته ويل کيږ ي،چې د بليغې وينا  لارې چارې  او اصول راښيي .

دوی د ادب د وېش په برخه کې يو شانته  نظر نه لري ،ځينې يې پر اتو څانګو ، ځينې يې  پر دولسو او ځينې نور يې پر څوارلس  څانګو وېشي، ځينې پوهان د ادب دعلم اصول او فروع سره جلا کوي .

دادب د علم اصول دادي :  لغت، صرف،نحو،اشتقاق،معاني،بيان،بديع، عروض او قافيه .

دادب د علم فروع دادي : خط،نقدالشعر(قرض الشعر)،انشاء،محاضرات، تاريخ او قصص،انساب،مسالک او ممالک،امثال،دواوين،اغلوطات او  روايات د ادبياتو  کلاسيک  مفهوم  او ارزښت ؤ،چې د عربي او خراساني پوهانو له نظره څرګند شو.

په لويديځه نړۍ کې ادبيات (Literature ) د ټولو چاپي آثارو مجموعې ته ويل کيږي . د بېلګې په توګه  طبي ادبيات هغو ټولو چاپي آثارو ته ويل کيږي،چې د طب په باره کې ليکل شوي وي .

که  ادبيات د چاپي آثارو په مانا واخلو نو په هغه صورت کې به دادبياتو په تاريخ کې د فزيک،هندسې،جغرافيې،منطق او داسې نورو پوهنو په باره کې هم معلومات ورکوو، په داسې حال کې،چې دادبياتو په تاريخ کې يوازې  په ژبنيو هنري اثارو باندې بحث کيږي .

کله کله په عام مفهوم ديوې ژبې ټولو ليکلو آثارو ته هم ادبيات ويل شوي دي.خو اوس يې دغې لفظي او اصطلاحي تعبير بدلون موندلی اوادب  د اجتماعي  علومو او فنونو ديوې سترې  او مهمې څانګې په توګه هغه ژبنی هنر او فن دی،چې ټولنيز  واقيعتونه  او حقايق  په کې د ژبې په وسيله د ذهني  تصويرونو او انځورونو له لارې څرګنديږي ،که څه هم د ادبپوهانو  له  خوا په دې باره کې،  چې ادب څه شي ته ويل کيږي؟

يو  واحد او منل شوی  پيژند (تعريف) نه دی وړاندې شوی،چې هر چېرې د هر چا له پاره  د منلو  وړ وي خو ډېرۍ  ادبپوهان  ادب داسې تعريفوي :

ادب يو ژبنی هنردی،چې واقيعتونه په انځورونو کې وړاندې کوي.

د انځور (تصوير يا ايماژ) څخه مقصد دادی،چې ادب واقيعت کټ مټ او په مستقيمه توګه نه بيانوي، بلکې د ادبي اثر د ليکونکي له خوا په ښکلي او احساس پاروونکي شکل وړاندې  کيږي . يا په بله ژبه نوښتګر (شاعر يا کيسه ليکونکي) له واقيعت څخه خپله انطباع او برداشت  په عاطفي بڼه انځوروي.

دهمدې مفکورې په اساس  ويل کيږي،چې بيا جوړونه (بازآفريني) د ادب  او په عام ډول د هنر يوه مهمه ځاګړنه  ده . د ادب دغه ځانګړنه  دتخيل په مرسته تر سره کيږي .

دادبي اثر (شعر،کيسه،ډرامه،طنز او داسې نورو) تر ټول عمده خاصيت د احساس انتقال دی . که يو ادبي اثر  احساس ونه لېږدوي او داورېدونکي يا لوستونکي  پر عواطفو  اغېزه ونه کړي نو هغه ادبي اثر  نه دی .

ادبپوهانو د محتوی  له مخې ادبيات پر دوو سترو  برخو ويشلي دي :

تخليقي ادبيات

تحقيقي يا څېړنيز ادبيات

تخليقي هنري يا (بديعي) ادبياتو ته اصلي او واقعي ادبيات وايي .

چې په هغو کې (شعر،لنډه کيسه، ډرامه،ناول،رومان،ادبي ټوټې،طنز او نور) شامل دي .

تحقيقي يا څيړنيز ادبيات دادبي  آثارو د ماهيت، منشأ ، تکامل او څرنګوالي په باره کې څيړنې کوي. تحقيقي ادبياتو ته ادبپوهنه  يا ادبي  څېړنې ويل کيږي يا په بله  ژبه تخليقي ادبيات ژبني هنري آثار دي  او تحقيقي ادبيات  د دغسې آثارو په باره کې بحث او څېړنه ده .

نظم او نثر

نثر : په لغت کې پاشلو،شيندلو،تيتولو او خورولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه کلام دی،چې د وزن له قيده څخه خالي او آزاد وي .

په خبرو اترو کې نثر  دشعر او نظم نه ړومبی دی، خو د پښتو ادب په لاس ته راغلو ليکلو آثارو کې شعر د نثر څخه دمخه ميندل شوی او لاس ته  راغلی دی .

دنثر لومړی اثر چې زموږ په تذکرو کې د هغه نوم ذکر شوی هغه د محمد هاشم سرواني د ((سالو وږمه)) نوميږي،چې ورک دی .

بيا په (612) هجري کال کې د سليمان  ماکو تذکرة الاولياء څو پاڼې  پيدا شوي دي .

ددې سند نه وروسته د روښانيانو  په وخت کې مسجع نثر د ميا روښان  او اخون دروېزه  له خوا را منځ ته شوی دی .

د (1000)هجري نه وروسته ورځ  په ورځ نثر ساده شوی او هم يې پرمختيا موندلې او تکامل يې کړی دی ، چې ددې لوی اديب او مبتکر په خپله خوشحال خان ؤ،دنثر دا دوره تر (1300)هجري پورې رارسيږي .

په اوسنۍ دوره کې د مولوي احمد،منشي احمد جان،مير احمدشاه رضواني او راوروسته  د ماسټر  عبدالکريم ،قيام الدين خادم،عبدالحی حبيبي،       ګل پاچا الفت، صديق الله رښتين، عبدالرؤف بېنوا، عبدالشکور رشاد او د کوزې پښتونخوا ليکوالانو نثر ساده او روان دی .

نظم :

نظم په لغت کې د مرغلرو پييلو ته وايي. او په اصطلاح کې هغه کلام دی، چې موزون او قافيه وال وي . يا په بل عبارت : نظم د هنري  ادبياتو هغې برخې ته وايي،چې په اشعارو کې مختلف مفاهيم پراته او د نثر نه يې توپير وشي .

شعر :

عربو شعر داسې تعريف کړی دی :

شعر په لغت کې پوهې او خبرېدو ته وايي. اصطلاحاً هر بليغ کلام او سپيڅلې خوندورې  وينا ته  چې وزن او قافيه ولري شعر وايي، نو وزن او تول د شعر مهم رکن دی .

صديق الله رښتين شعر داسې راپيژني :

شعر د هغو لطيفو ، نازکو احساساتو، تخيلاتو او هغو معانيو څخه عبارت دی،چې د موزونو  او رنګينو الفاظو په جامه کې راوړل شي .

دالفت  صاحب په وينا :

شعر هغه  وينا ده،چې الفاظ يې ښکلي وي او  ويونکي په کې فکر،پوهه، ذوق ، د زړه هيجان او د روح  آغېزه  سره ګډه کړي .

محمد صديق روهي شعر داسې راپيژني :

د آهنګ لرونکو عبارتونو په واسطه د واقيعت تخيلي او بيا ځلي انځورولو ته شعر ويل کيږي .

د احسان طبري په اند شعر د څلورو ضروري شيانو درلودونکی وي :

1- مفکوره (اندېشه)

2- احساس

3- تخيل

4- آهنګ او وزن

دشعر ډولونه :

پښتو ژبه دوه ډوله  شعرونه او نظمونه لري :

چې يوډول يې اولسي او ملي شعرونه دي،چې ځانته خاص ملي وزن لري .

لکه : لنډۍ،نارې،کاکړې غاړې،نيمکۍ،بګتۍ،چاربيتې،بدلې او نور.

همدارنګه  دوړې،متلونه،دکمکيانو وزمينې سندرې،ساندې،فالونه، للوګانې او نور هم داولسي  ادب په چوکاټ کې راتلای شي .

بل ډول يې ديواني او عروضي شعرونه دي،چې د عربي او فارسي سره برابر په يوه قاعده ويل شوي دي .

په عروضي ډوله شعرونو کې : قطعه،رباعي،غزل،بوللـــه يا قصيده،مثنوي، مربع، مخمس ، مسدس،ترکيب بند،ترجيح بند او نور شامل دي .

ليکوالان: پوهنمل محمدآقا(شېرزاد(