د ادب سپين سترګي

ربيع سملالي – مغربی ليکوال او اديب

ژباړن: معلم خيال ولي

د ادب ډېر مدعيان، په ځانګړي ډول هغه چې مخې سره ناول ليکنې ته لار کوي، کله چې ورباندې د بد ويلو شپه راشي،ځان ته په بې حيايۍ او لغړتوب کې د پټېدو لپاره کونج ګوري…په تناسلي غړو پوزې موخي..ځان مشهوروي..که څه هم دا شهرت د دين او اخلاقو په بايللو تمام شي. دوی ته دا مهمه وي چې څوک يې نوم واخلي، که يې کنځي هم، خو ياد شي.

تاريخونو راځي چې يو سړي د مسلمانانو مخ کې په زمزم اوبو کې د متيازو کولو کوښښ وکړ..هغوی ونيو، ويې پوښت چې ولې يې دا کار وکړ؟ په ډېره سپين سترګۍ يې وويل..لکه د ادونيس سپين سترګي، بلکې د يوسف سباعي سپين سترګي چې “د نفاق زمکه” ناول يې ليکلای..ويې ويل:

غواړم د تاريخ پاڼو ته ننوځم…هو تاريخ ته ننوت، خو لعنتونو او سپکو سره..کله يې چې څوک تاريخ لولي، نو لومړی پرې لعنت وايي، بيا يې خلکو ته وايي!