د ادب موخه او ارزښت

مخکې له دې چې د ادب پر ارزښت یا اهمیت او همدا شان د ادب پر موخې وغږېږو؛ ښه به وي چې لومړی ادب وپېژنو چې پخپله ادب څه دی؟

د ادب کلمه چې کله هم اخیستل کېږي نو زموږ لاشعور ته د ژوند بېلابېلې ښېګڼې او رنګینۍ تداعي کېږي ولو که مو دوه ټکي هم نه وي لوستي.

ادب د هذب له کلمې اخیستل شوې ده.

یا ادب هغې ونې ته ورته دی چې خراب او له کاره لوېدلي ښاخونه ترې قلمي شي او ښه یې پاتې شي.

په هر صورت د ادب مانا ځیرکتیا، ښېګڼه، د هرڅه غوره سنجونه ، د هرې پدیدې ښکلې بلنه او همداشان حیا، پت، عزت او اخلاقو ته کارول کېږي.

اوس راځو د لومړۍ پوښتنې ځواب ته.

د ادبیاتو ارزښت یا اهمیت څه دی؟

ځواب :

موږ وایو هر ادبي تخلیق له ژوند څخه ژوند اخلي.

دا هغه جمله ده چې موږ د خپلې موضوع سرته تقریباً رسوي.

موږ یاده جمله داسې شنو ، چې یوه ټولنه ده هره ورځ د یوې نوې پېښې شاهده وي، دا پېښه که ښه وي یا بده ، مثبته وي که منفي؛ خو خوندي کول به غواړي او د خلکو پام به ورته را اړول غواړي؛ نو ځکه وایو د یو ملت تاریخ ، عنعنات ، د یوې خاورې د خلکو حالات د قلم پر ژبه بیانول او د تاریخ پاڼو ته یې سپارل د ادب له اهمیت او ارزښت څخه دي او همدا یې دنده هم کېدلی شي.

بله دا ده چې د ادب ژبه له عادي او نورو ژبو فرق کوي، یو څوک مړ دی.

بل وایي فلانی مړ شو، ووژل شو…

خو دا جملې ډېرې عادي او ساده جملې دي چې ویل یې د هر چا د وس خبره ده خو د هنر مند او ادیب ژبه فرق کوي.

یو ادیب همدا جمله داسې وايي: فلاني د ژوند پور پرې کړ. د فلاني د ژوند پاڼه ورژېده، یا که د ډېر عاطفي چلند کوښښ وکړي نو وایي چې یو عمر خوړلي سړي له یوې نړۍ هیلو سره د دې دنیا ژوند ته خدای په اماني وویله.

یا که د ډېرې غوسې څرګنداوی کوي نو وایي چې هغه فلاني هم سر په کڅوړه کړ، مردار شو…

د ادب بل ارزښت دا دی چې ژبه یې عادي نه ده بلې فوق العاده او هنري به وي چې مقابل لوري ته ژر خپل پیغام رسولی شي او هغه متاثره کولی شي.

د ادب یوه برخه شعر و شاعري ده چې ابلاغ پکې په ښه شکل صورت نیسي.

یو سړی دی د خپل مقابل جانب له بېلتونه یې زړه خوړین خوړین دی خو هغه یې یا احساس نه شي کولی او یا یې دی ورته په الفاظو کې بیانولی نه شي خو که همدا خبرې د یوه شاعر په زړه کې وګرځي نو سمدلاسه به داسې ووایي :

بېلتونه دا ځل خو دې عمر دومره لنډ شه چې زه

په لمن اوښکې پاکوم او جانان بېرته راشي

پورته بیت په دوه مصرو یا نیم بیتیو کې داسې مانا وړاندې کړه چې یو نثر لیکونکی پرې یوه یا دوه صفحې نثر لیکلی شي.

په ټوله کې ویلی شو د ادب ارزښت د خبرو تلل او سنجول، د مقابل جانب له احساساتو او حالت سره سم غږېدل او همدا شان شهکارونه او ویاړونه خوندي کول دي.

د ادبیاتو موخه او هدف څه دی؟

د ادب موخه دا ده چې په انسانانو کې د کار او زیار روح پیدا کړي او د ژوند پرمختګ ته یې وهڅوي ، همدا شان ادب د ژوند تېرولو وسله ده.

د ادب هدف دا دی چې په انسانانو کې د کار او زیار روح په هنري توګه پیدا کړي، د دوی احساسات او عواطف په خوځښت راولي.

احساسات په خوځښت راوستل دا مانا چې د کار کولو وړتیا ډېر انسان لري خو د کولو جوهر پکې نه وي له بل سره د همکارۍ فکر نه وي خو د ستر خوشال خان دغه بیت څومره ټولنیز پیغام له ځان سره لري :

وګړي ټول کارونه خپل کا

مردان هغه دي چې کار د بل کا

خوشال په هنري شکل د شعر پر ژبه خلک له یو بل سره مرستې ته رابولي؛ ځکه د ادب هدف کوتک او ټوپک راخیستل نه دي بلکې په ښکلې ژبه خلک هڅول دي.

له یو چا سره د عواطفو شریکول په دې مانا چې زړه دې پرې درد کوي ځان د هغه په څېره کې وګورې، د هغه / هغې درد احساس کړل شي.

بېلتانه دې د هرچا په غم شریک کړم

یار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم

____

ما خپله توره کړه د ورور په زړه کې ماته خدایه

چې دښمن راغی زه په دوه لاسه وم پاته خدایه

ښی لاس مې ایښی د سینې په ژور زخم باندې

له مجبورۍ مې کیڼ لاس پورته کړ دعا ته خدایه

نچوړ همدا دی چې د ادب موخه د خلکو راپارول او هڅول دي ژوند ته؛ خو همدا را پارول یې په ښکلې ژبه هدف دی.

  • رازمحمد تسکین