د ارزونې معیار

لیکوال : جان اغا بهار

کله چې د یو چار کارونه او چارې د ارزونکي په توګه ارزوئ، دا ټکی په پام کې ونیسئ:

لومړی د کار کوونکي د کار روغ او مثبت اړخونه راوخلئ او د مجلس، ټولګي او د نورو ګډونوالو او خپله د فاعل پر وړاندې یې ووایئ، افرینی ورکړئ؛ لا یې وهڅوئ.

دوهم قدم کې د کار کوونکي ناسم او کاږه، یا منفي اړخونه راوسپړئ، هر یو د مجلس، ټولګي، نورو ګډونوالو او خپله فاعل ته یې مشخص کړئ او د حل لارې ــ چارې یې هم ورته وټاکئ.

په دې سره به د بیا ځلي تقصیر او تېروتنې مخنېوی وشي، زړه به یې هم خفه نشي.

د نن یوه جدي ستونزه دا هم ده، چې تر ډېره ارزونکي د ارزولو په معیار نه پوهیږي؟

مثلاً کله چې یو محصل په ټولګي کې خپل سیمنار ارائیه کړي، استاد او یا ارزونکی هئیت، لومړی د محصل له نېمګړتیاو پیل کوي او هماغه منفي نقطې یې په خپل اخذ کې مقدمې کړې وي او په اورولو ک یې هم لومړیتوب ورکړی وي.

وروسته یې بیا مثبت او صحي اړخونه کم ــ توم راخېستي وي او د ټولګیوالو پر وړاندې یې ورته واوروي.

همدارنګه کله چې په اداراتو کې مافوق مسوؤلین د خپلو مادونانو، یا ټیټو پوړو مامورینو کاري ارزونه تر سره کوي، دوی هم په همدې شکل لومړی منفي اړخونه په لومړیتوب کې نېولي وي، او هیله بښوونکي اړخونه او نقطو ته یې دوهمه درجه ځای ورکړی وي.

دا دواړه په خپل ځای د ارواپوهنې له مخې په فاعل خورا مثبت او منفي اغېز لري.

ـــــــــــ

اصولاً او روغه بڼه یې دا ده، چې ښو او مثبتو کارونو ته یې لومړی درجه ځای ورکول شي، د دې په بهیر کې دې کارکوونکی، لا وهڅول شي چې لاسته راوړنې دې ډېرې او تېروتنې دې کمې وي؛ خو هیله ده د بیا ځل لپاره تکرار نشي، که د ترسره شویو تېروتنو جبران ممکن وي، د ویلو دې ورته وویل شي، کنه د راتلوونکي عدم تکرار توصیه دې ورته وشي.