د اروپا او منځنۍ اسیا ډیری خلک د فساد ضد مبارزه کې پر خپلو حکومتونو بې باوره دي

د شفافیت د نړیوال سازمان راپور کې ویل شوي، چې د اروپا څخه نیولې تر منځنۍ اسیا پورې سیمه کې تر نیمايي زیات خلک په دې باور دي چې حکومتونه یې په عامه سکتور کې د فساد پر ضد مبارزه کې کمزوري دي.

دا کلنی راپور د هغو ۶۰ زرو مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی چې په ۴۲ هېوادونو کې له خلکو سره شوي دي.

په دې هېوادونو کې په لویدیځ کې له بریتانیا او پرتګال رانیولې په ختیځ تر روسیې او قزاقستان پورې سیمه شامله ده.

د دې سروې پر بنسټ مالدوا په دې سیمه کې هغه هېواد دی، چې خلک یې تر ټولو زیات د اداري فساد په اړه اندېښمن دي.

کوسوو، اوکراین او بوسنیا- هرزیګونیا کې تر دې یو څه کمو خو لا هم تر نیمايي زیاتو خلکو اداري فساد د خپلو هېوادونو یو له هغو ستونزو ګڼلی، چې پر خلکو یې تر ټولو ډېر فشار راوستی دی.

اوکراین، البانیا، بوسنیا، قرغزستان، رومانیا او مالدوا کې تر نیمايي زیاتو خلکو ویلي چې د دوی پارلماني استازي په زیاته اندازه فساد کې ښکیل دي.

په متوسطه توګه له هرو شپږو کورنیو څخه یوه یې ویلي چې له چارواکو څخه یې د خدماتو د ترلاسه کولو لپاره بډې ورکړي دي.

د شفافیت نړیوال سازمان وايي، تر ټولو ډېر رشوت په تاجکستان کې ورکړل شوی دی چېرې چې نیمايي کورنیو ویلي چې بډې ترې اخېستل شوي دي.

تاجکستان پسې مالدوا د رشوت له پلوه دویم ځای لري دغلته په سلو کې ۴۲، په ازربایجان، قرغزستان او اوکراین کې په سلو کې ۳۸ او په روسیه کې په سلو کې ۳۴ کسانو ویلي چې رشوت یې ورکړی دی.

بریتانیا کې بډې اخېستل بیا تر ټولو کم او په سلو کې صفر ښودل شوی دی.