د استاد او کتاب اهميت!

استاد او کتاب، دواړه د انسان ژوند پورې تړلي هغه اړين او ارزښتمن توکي دي، چې د انسانيت د سرلوړی او عزتمندۍ راز په همدې دوو ټکو کې نغښتي؛ کتاب د انسان په ژوند کې د يو نېمکرغه، صالح، متواضع او همفکره ملګري په توګه پيژندل شوی، د داسې ملګري په توګه چې همېش د انسان په ګټه او خوښه څرخيږي. هغه څوک د زمکې پر مخ بريمن دي، چې د هغوي د ژوند تړاو له کتاب سره وي، د داسې کتاب سره چې د هغه په دنيوي او اخروي ژوند کې مثبت اوښتون راولاړ کړي.

که کتاب د انساني ژوند د غوره او ارزښتمن توکي په نوم پيژندل کيږي، نو دلته د استاد (ښوونکي) د ارزښت او مهموالي خبره هم راولاړيږي، د کتاب تور ټکي چې د انسان په ژوند کې د جزري تحول سبب ګرځي، زده کړې او تفهيم ته اړتيا لري، چې د تفهيم دغه دروند بار ښوونکی په اوږه باندې اخلي، ښوونکی د ټولنې هغه قدرمن او باعزته څېره ده، چې د جهالت د ګريوان څېرلو لپاره مبارزه کوي، په ټولنه کې د پوهې او عرفان ډيوې روښانه کوي، خزان وهلي زړونه د علم په چينه خړوبوي، د کتاب زده کړې ته خلک رابولي او د دغه زده کړې رسالت ته اوږه ورکوي، نو له دې ځايه ويلای شو، چې په ټولنه کې د استاد اهميت تر بل هر چا لوړ او زيات دی.

په تاريخي رواياتو کې د هارون الرشيد په اړه راځي، چې د خپلو زامنو لپاره يې استاد نيولی وو، زامنو به يې د استاد ډير زيات قدر او درناوی کاوه، تر دې چې يوه ورځ يې د هغه د پڼو په سمولو په خپلو منځونو کې شخړه پيل کړه، دغه حالت هارون الرشيد د خپلې خونې نه وڅاره او بله ورځ باندې يې استاد راوغوښت ترينه يې وپوښتل، چې په دنيا کې تر ټولو قدرمن انسان څوک دی؟ استاد ورته وويل: د وخت پاچا تر ټولو قدرمن دی! هارون الرشيد ورته وويل: نه، هغه څوک قدرمن دی، چې د پاچا زامن يې د پڼو په سمولو جنجال او شخړه کوي.

د انساني تاريخ په ټولو ادوارو کې، خلکو د وخت د ښوونکو قدر او درناوی کړی، تر ننه هم د نړۍ په ټولو ولسونو کې د استاد قدر او احترام دود دی او ټول انسانان ورته په احترام قائل دي.

لنډه دا چې استاد او کتاب د ټولنې هغه اړين او مهم توکي دی، چې  د ټولنې د سمون او رغونې راز د دوي په شتون  او ژوند کې نغښتی او بس.

ليکوال: حسيب الله کامل