د استاد په وړاندې، د شاګرد اته (۸) ارزښتمنې ملغلرې!

 

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند(

تاریخ لیکي: “حاتم الاصم” د “شقیق البلخي” (رحمهما الله) شاګرد دی. یوه ورځ یې یاد شاګرد ته کړه: له کوم مهال نه دي زما ملتیا غوره کړې؟

هغه ورته کړه: له ۳۳ کال را په دېخوا.

– استاد: په یاده موده کې دي څه را نه زده کړې؟

– شاګرد: یواځې اته (۸) مسلې.

– استاد: {إنا لله وإنا اليه راجعون} د ژوند قیمتي برخه مې ستا په روزنه او پالنه کې تېره کړه، تا رانه یواځې د اتو مسلو رڼا تر لاسه کړې او بس! آښه کومې مسلې دي رانه یزده کړې؟

اول – شاګرد: لومړۍ مسله: ما چې د وګړو ژوند لاره څارلې، دې نتیجې ته رسېدلی یم، چې هر انسان په خپل ژوند کې یو داسې محبوب لري، چې زړه یې پرې بایللی وي، اما و قبر ته په تلو یې ور سره اړېکه شلولې وي. ما په داسې څه زړه بایللی، چې د قبر د وحشت او تاریکۍ په لري کولو کې را سره تلپاتی او رښتینی مل دی، چې هغه نېکۍ او ښایسته عملونه دي.

 

– دوهمه: ما چې کله د الله پاک په دې رښتیني فرمان کې -: {ونهى النفس عن الهوى} ژباړه: او خپل نفس یې له بد خواهش نه را ژغورلی وي. – فکر کړی؛ خپل شریر نفس مې د الله پاک د اطاعت او بندګۍ و لور ته په ټول توان سره مهار کړی.

 

– درېیمه: هرچا ته مې چې کتلې، هغه قیمتي څيز له ځان سره خوندي ساتلی، ما د الله پاک دې مبارک ایت – : {ما عندكم ينفد وما عند الله باق} ژباړه: کوم څه چې تاسو یې څښتنان یاست هغه ختمېږي، کوم څیز چې له الله پاک سره دی، هغه تلپاتی دی. – ته کتلي، د کوم ارزښتمن څیز چې څښتن شوی یم، هغه مې الله پاک ته سپارلی؛ تر څو تلپاتی و اوسي.

 

– څلورمه: خلکو ته ګورم هغه د مال، رتبې او عزت د موندني په پار لالهانده دي؛ خو تېروتي ښکاري، ما چې په دې الهي سپارښتنه – : {إن أكرمكم عند الله أتقاكم} ژباړه: په حقیقت کې ستاسو د ویاړ او عزت څښتن، د الله پاک په وړاندې ستاسو پرهیزګار او دیندار شخص دی. – غور کړی، دا مې موندلي چې یواځې د تقوا او دیانت په مټ به د الله پاک په وړاندې د عزت څښتن یم او بس.

 

– پنځمه: خلک خپل مینځ کې یو له بل سره د مال، رتبې، او جاه پر سر کینه کوي، ما د دې مبارک الهي فرمان – : {نحن قسمنا بينهم معيشتهم في الحياة الدنيا} ژباړه: موږ د دوی په مینځ کې د هغوی د معیشت چارې وېشلې دي د د نیوي ژوند په اوږدو کې. – په مرسته له کینې نه لاس اخیستی؛ ځکه هرڅه الله پاک له وړاندې نه وېشلي؛ نو دا به په الله پاک د اعتراض په مانا (معنی) وي.

 

– شپږمه: خلک ګورم، چې یو له بل سره دښمني پالي، ما د دې ایت – : {إن الشيطان لكم عدو فاتخذوه عدوا} ژباړه: په حقیقت کې ستاسو شیطان دښمن دی، د دښمن په توګه ور سره چلند وکړئ. – په اورېدو له انسانانو سره هر راز دښمني او کرکه پرې یښې؛ یواځې شیطان ته د بنسټیز دښمن په نظر ګورم او بس.

 

– اوومه: انسانانو ته فکر وړی یم، چې شپه او ورځ د روزي د موندني په پار ستړي، هلاک وي، له کوم نه مې چې دا ایت – : {وما من دابة على الأرض إلا على الله رزقها} ژباړه: نشته یوه خوځنده حشره په زمکه، لکن په الله پاک یې “تفضلا” روزي پور ده. – لیدلی، د هغه څه په لټه کې یم، چې د هغه له کبله د الله پاک پوروړی یم، زما چې له الله پاک سره څه دي، د هغه په اړه د دوکې او چل هيڅ وېره نلرم.

 

– اتمه مسله: خلک په خپله روغه تنه، حرفوي کړنو او مالي تجارتونو اتکاء او باور کوي، ما د الله پاک دغې سپېڅلې قضیې ته را دانګلي – : {ومن يتوكل على الله فهو حسبه} ژباړه: هرچا چې په الله پاک کاملا باور و لاره؛ نو هغه (جل جلاله) یې بس او کافي دی. – او د خپلې روز مره کړنچارې واګې مې هغه (جل جلاله) ته په واک او اختیار کې ورکړې.