د استخارې د لمونځ اسانه طریقه

که څوک د یو کار اراده وکړی او هغه ورته مطمئن نه وي یعني د ترديد په حال کې وی او نه پوهيږي چي په دغه کار کې به یې خير وي او که شر نو هغه ته پکار دی چي د الله جل جلاله څخه مشوره او صلاح وغواړی چه هغه د استخاری او صلاح لمونځ دی ، او لاندي په ترتیب بیان شوی دۍ

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي

که یو چا یو کار یا معامله ( لکه واده کول یا لور ورکول یا غټه سودا کول یا دکان اخیستل یا بل داسي لو معامله وي ) نو هغه دي دوه رکعات نفل وکړي د استخاري په نیت او وروسته دي دغه دعا ورپسي ووایي

اللَّهُمَّ إنِّي أَسْتَخِيرُكَ بِعِلْمِكَ , وَأَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ , وَأَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيمِ فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَلا أَقْدِرُ , وَتَعْلَمُ وَلا أَعْلَمُ , وَأَنْتَ عَلامُ الْغُيُوبِ , اللَّهُمَّ إنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ (دلته به هغه خپل مطلب یاد کړي ) خَيْرٌ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ , فَاقْدُرْهُ لِي وَيَسِّرْهُ لِي ثُمَّ بَارِكْ لِي فِيهِ , اللَّهُمَّ وَإِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الأَمْرَ (دلته به بیا خپل مطلب یاد کړي ) شَرٌّ لِي فِي دِينِي وَمَعَاشِي وَعَاقِبَةِ أَمْرِي أَوْ عَاجِلِ أَمْرِي وَآجِلِهِ , فَاصْرِفْهُ عَنِّي وَاصْرِفْنِي عَنْهُ وَاقْدُرْ لِي الْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ ارْضِنِي بِهِ ( دلته به بیا خپل مطلب یاد کړي )

(رَوَاهُ الْبُخَاری)

د استخارې د لمونځ کولو وخت

کله چي د خوب وخت راشي نو به ولاړشې او په ښه طریقه به اودس تازه کړې ، بیا به دوه رکعاته نفل د استخاري په نیت وکړې ، د سلام نه وروسته به ذکرشوې دعا ووایې ، او ورسته به په راسته اړخ بیده شې ،، که دي خوشحالي خوب ولیدۍ نو هغه کار ستاسو لپاره خیر دي ، او که مو بیخونده خوب ولیدي نو هغه کار دي د خیر نه دي او ډډه به ورڅخه وکړې.