د استرالیا ښځینه وو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام اتله شوه

د استرالیا ښځینه وو کرکټ ملي لوبډلې انګلستان ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۸ کال ښځینه وو نړیوال جام سیالیو اتلولي وګټله.

د نړیوال جام دا سیالۍ د ویسټ انډیز په کوربه توب د لس هېوادونو ترمنځ په دوه ګروپونو کې ترسره شوې، چې په الف ګروپ کې یې ویسټ انډیز، انګلستان، سویلي افریقا، سریلانکا او بنګله دېش لوبډلې او په ب ګروپ کې یې هندوستان، استرالیا، نیو زېلېنډ، پاکستان او ایرلینډ لوبډلې شاملې وې، چې پای لوبې ته یې د استرالیا او انګلستان لوبډلو لار ومندله.

پای لوبه کې انګلستان ښځینه وو لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه، چې په شلم اور کې یې ټولې لوبغاړې اوټ شوې او استرالیا لوبډلې ته یې د ۱۰۶ منډو هدف ورکړ.

استرالیا لوبډلې یاد هدف ۱۶م اور کې د دوه لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام اتله شوه.

دا څلورم ځل دی، چې استرالیا لوبډله د شل اوریز نړیوال جام سیالیو اتلولي ګټي.

له دې وړاندې یې له دې وړاندې یې په ۲۰۱۰- ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کې هم نړیوال جام ګټلی وو.

د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې انګلستان لوبډلې دا جام ګټلی وو او په ۲۰۱۶ کال کې ویسټ انډیز لوبډلې د نړیوال جام اتلولي تر لاسه کړې وه.

خبریال : نصرت الله عمرزی