An Afghan money changer displays a 100 US dollar bill at the currency exchange market in Kabul on December 30, 2013. The Afghanistan afghani (AFN) currently stands at 56.40 against the US dollar, and 0.534 against the Pakistani rupee .

د اسعارو نرخونه ولې بدلېږي؟

لیکوال: محمدحامد اکبري

نړۍ د تحول اوتغیر په حال کې ده، ورځ تر بلې د اقتصاد په برخه کې بدلونونه او نوښتونه رامنځ ته کیږي، د هېوادونو ترمنځ په پراخه کچه سوداګریزې راکړې ورکړې کیږي.

خو دا ټولو ته څرګنده ده چې د نړۍ ټول هېوادونه له ځانګړو پولي واحدونو څخه ګټه اخلي،اوسمهال ګورو چې د جنسي پیسو ځای برېښنایي پیسو نیولی دی او په راکړو ورکړو کې له الکترونیکي پیسو کار اخيستل کیږي.

زموږ د بحث اصلي موضوع دا ده ،چې ولې د اسعارو نرخونه کله ښکته او کله پورته ځي؟

په حقیقت کې د اسعارو د نرخ ټاکنه د اقتصاد په نړۍ کې یوه پېچلې مسئله ده، دا ځکه چې د اسعارو د نرخونو په ټاکلو کې ګڼ فکتورونه ښکېل دي او نشو کولی چې د هغه لپاره څو ځانګړې دلایل راوړو.

هر هېواد د اسعارو د ځپل مینځي ادلون بدلون لپاره له بېلابېلو کړنلارو او میتودونو استفاده کوي او له ډېر پخوا راهیسې د اسعارو د تبادلې او نرخ  موضوع د نړیوالو د پام وړ ګرځېدلې.

له ۱۹۸۰ م کال څخه تر ۱۹۱۳ م کال پورې د اسعارو تبادله د سروزرو د سیستم پر بنسټ تر سره کېده. هغه مهال به کرنسۍ پر وړاندې د سروزو یو ځانګړی مقدار په نښه کېده او د سرو زرو د کچې له مخې به د اسعارو نرخ ټاکل کېده.

د بېلګې په ډول که د یو امریکایي ډالر پر وړاندې به د سروزرو مقدار څلور تولې، او د یو انګلیسي پونډ پر وړاندې به دوه تولې سره زر وټاکل شول، نو د ډالر او پونډ ترمنځ تبادله به داسې کېده چې دوه ډالره به له یو پونډ سره بدلېدل، په دې ډول به د پونډ د تبادلې نرخ د ډالر په پرتله زیات و.

خو د یو لړ ستونزو له کبله د سروزرو د سیستم عمر لنډ و، انګلستان په ۱۹۱۳ م کال کې طلایي سیستم په بشپړ ډول بند کړ،ځکه چې هېوادونه د سروزرو له کمښت سره مخ شول.

یعنې چا به نشوای کولی چې نور د اسعارو په بدل کې سره زر تر لاسه کړي.

همدارنګه د هېوادونو تر منځ د اسعارو د نرخ نا انډولي د دې سبب ګرځېدلې وه،چې د یو هېواد اسعار به بل هېواد ته او د هغه په مقابل کې به یې سره زر لاسته راوړل.

یعنې د سروزرو او کرنسۍ تر منځ اړیکه په لویه سوداګرۍ اوښتې وه،چې همدغه کار د اقتصادي ستونزو او اسعارو د تبادلې په برخه کې خنډونه جوړ کړل.

له دې وروسته نړیوال په دې هڅه کې شول چې د سروزرو پر ځای د زرو نوی نظام منځ ته راوړي.

له ۱۹۳۰ م کال وروسته نړۍ له اقتصادي ناخوالو سره مخ شوه، له دې کبله ټولو هېوادونو د کرنسۍ (نوټ ) پر وړاندې د سروزرو ورکړه وتړله، نو د نړیوالې سوداګرۍ د پراختیا، د پانګونې د جلب او همدارنګه د زرو د نوي سیستم د رامنځ ته کېدو په موخه د لویدیځو هېوادونو او امریکې لخوا د امریکا د بریټین ووډز په ښار کې کنفرانس پرانیستل شو تر څو په نړۍ کې د اقتصادي بحرانونو په وړاندې خبرې اترې وشي.

مخکې مو یادونه وکړه چې پخوا به کرنسي یوازې او د هغه ارزښت له سرو او سپینو زرو سره تړلی و چې د هغه پر بنسټ به د اسعارو نرخونه ښکته او پورته تلل.

اوسمهال د اسعارو نرخ د هغوی د پير  (اخیستلو) له ځواک سره تړلی،ځکه خو د سرو یا سپینو زرو زیادښت اوکمښت د اسعارو پر نرخ چندان اغېزه نه لري.

نن سبا د کرنسۍ د پير ځواک یو ځانګړی معیار ټاکل شوی، او هر هېواد د ځانته ځانګړی معیار لري، د بېلګې په ډول په افغانستان کې افغانۍ، په عربستان کې ریا ل،په امریکا کې ډالر نو په همدې اساس د هېوادونو د بېلوالي له کبله معیارونه  هم بېليږي.

ځکه چې د هر هېواد د کرنسي ارزښت د نرخونو په بیو، او د هغوی د صادراتو او وارداتو له مخې ټاکل کیږي او کوم داسې مادي شی شتون نه لري چې د بېلابېلو معیارونو تر منځ تلپاتې انډول وساتي. بلکې د هر هېواد د اقتصادي حالاتو او سیاستونو د بدلون پر بنسټ، موجوده انډول هره اونۍ،هره ورځ حتی هر ساعت بدلون مومي، نو د بېلابېلو هېوادونو د کرنسیانو تر منځ داسې یووالی او تړون شتون نه لري چې یو د کرنسیو تر منځ یو شان چلښت رامنځ ته کړي.

مخکې مو هم لنډه یادونه وکړه چې اوسمهال د اسعارو نرخ په یو هېواد کې له بیو سره تړاو لري،کله چې د توکو بیې ښکته شي نو د کرنسیو نرخ لوړیږي او د پير ځواک یې کميږي.

یا  په ساده ډول داسې ویلی شو چې د کرنسۍ ارزښت ټيټيږي او بیې ورسره لوړیږي.

نو هغه مهال چې بیې لوړې شي د اسعارو نرخ ورسره رالویږي یا په بله اصطلاح د کرنسۍ د پير ځواک کمیږي.

 هغه مهال چې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او بیې لوړوالی ومومي اقتصادپوهان دا حالت د انفلاسیون په نوم یادوي.

او برعکس هغه وخت چې د پیسو په ارزښت کې زیاتوالی راشي،نو بیې ورسره تنزیل مومي.

له دې خبرې څخه دا پایله اخلو چې د اسعارو د پیر ځواک د هغوی د نرخ په ټاکنه کې یو ډېر مهم معیار ګڼل کیږي.

کله چې په یوه هېواد کې د وېشل شوو اسعارو کچه د دغه هېواد د توکو او چوپړتیاوو په پرتله زیاته شي،نو بیې ورسره لوړیږي.ځکه چې په یو هېواد کې وېشل شوې کرنسي د توکو او چوپړتیاوو د طلب استازیتوب کوي.

همدا رنګه کله چې په یوه هېواد کې وېشل شوې کرنسي د خدمتونو او شیانو په پرتله ټیټه شي،په نتیجه کې یې د پیسو ارزښت زیاتوالی مومي او نرخونه رالویږي او په بازار کې د توکو د آرزانۍ سبب ګرځي.

ځینې وخت حکومت اقتصادي او سیاسي حالاتو ته په کتلو سره د بېلابېلو کرنسیانو نرخ ټاکي، د بېلګې په ډول که په اټکلي ډول ووایو د افغانستان حکومت د یو امریکايي ډالر نرخ پنځوس او یا هم پنځه پنځوس افغانۍ ټاکي.

د اسعارو د نرخ په ټاکنه کې ګڼ نور فکتورونه هم ونډه لري. د بېلګې په ډول د وارداتو او صادراتو په کچه کې توپیرونه،په هېواد کې د نورو هېوادونو د اسعارو چلښت، د حکومت مالي او پولي سیاستونه،د مرکزي بانک تګلارې، امنیتي خنډونه، اداري فساد (درغلي)، قاچاق او داسې نور هغه عوامل ګڼلی شو چې د اسعارو د نرخ په ټاکنه کې د پام وړ رول لري.