د اسلامي همکاریو سازمان د تاوتریخوالې له کمېدو هرکلی کړی

یاد سازمان افغانستان کې د تاوتریخوالي د کميدو هرکلی کړی او د افغان سولې په برخه کې یې د هرډول ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

دوی همدا راز د بین الافغاني خبرو پیل لپاره د هر ډول همکارۍ ټټر هم وهلی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د هغو مشورو او پرېکړو ملاتړ کوي چې د جګړې کموالی او تلپاتې سولې ته لاره هوارولی شوي.

د خبرپاڼې په وینا چې د دغه سازمان سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین ویلي د اسلامي همکاریو سازمان د افغانانو په رهبرۍ د بین الافغاني خبرو په برخه کې هم هر ډول مرستو ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو او امریکایي لوري تر منځ د سولې هوکړې لاس لیک ته د امن فضا برابرولو په موخه د تاوتریخوالې کمېدو اونۍ عملاً پیل شوه، چې ورسره سم په ټول افغانستان کې د امنیتي پېښو ګراف تر ټولو ټېټې کچې ته رسیدلی دی.

په ورته مهال افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قومندان او د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر، جنرال سکاټ میلر هم ویلي چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې د افغان او امریکایي ځواکونو په هوایي بریدونو کې کمښت تر وروستۍ کچې رسېدلی.