چهارشنبه , 15 مې 2024

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر له ولسمشر سره لیدلي

ولسمشر غني نن له غرمې مخکې په جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان له سکرتر سره کتلي چې په دغې لېدنه کې یاد سازمان د افغان سولې او ولسمشریزو ټاکنو څخه ټینګ ملاتړ کړی دی.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو تروریزم او افراطیت سره د ګډې مبارزې، حکومت سره د سولې د مخامخ مذاکراتو، د شفافو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو او په افغانستان کې د اسلامي پوهنتون جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال ډاکټر یوسف بن احمدالعثیمین د ولسمشر سره د لیدنې پر مهال له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له دغه ډوو تاوتریخوالي باید لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې بین الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.

خبرپاڼه لیکي نوموړي همدارنګه د سولې بین الافغاني مذاکراتو او ولسمشریزو ټاکنو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او وې ویل چې دوی د سولې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي. هغه ژمنه وکړه، چې د ولسمشریزو ټاکنو د بهیر د څارنې لپاره به افغانستان ته څارونکي واستوي.

ولسمشر غني د اسلامي همکاریو سکرتر جنرال د سولې پروسې او ولسمشریزو ټاکنو څخه د ملاتړ او افغانستان ته د خپلو څارونکو د استولو څخه د مننې ترڅنګ وویل، سوله د افغانانو اساسي غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب دی او په دې برخه کې یې د اسلامي همکاریو سازمان همکاري مهمه وبلله.

د اسلامي همکاریو سازمان سکرتر جنرال افغانستان د نړۍ مهم شریک وباله چې نړیوال مشروعیت لري او په همدې خاطر ټوله نړۍ باید د ترهګرۍ ضد مبارزې او په افغانستان کې د روان جنګ د پایته رسېدو لپاره له افغانستان سره همکار واوسي.

ولسمشر غني د سعودي له چارواکو سره په لیدنو کې تر ډېره د افغانستان د سولې، د ترهګرۍ ضد مبارزې، امنیتي مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.