د اسلام لپاره د فلمي نړۍ پرېښودونکې هندۍ اداکارې ثنا خان ژوند څنګه بدل شو؟

د بالي ووډ مشهورې اداکارې ثنا خان چې څو ورځې وړاندې يې د ټولنيزو رسنيو له لارې اعلان وکړ، چې د اسلام لپاره نور د فلمي نړۍ څخه يې توبه ويستې ده، خپلو مينه والو ته په يوه ويډيو کې ويلي دي، چې څنګه يې ژوند بدل شو او دا پرېکړه يې وکړه.

د عکسونو او ويډيوګانو خپرونکي مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې ثنا خان يوه ويډيو خپره کړې ده، چې پکې خپلو مينه والو ته ويلي: ((نن زه غواړم چې تاسو ته هغه مهم معلومات درکړم چې زما ژوند يې بدل کړ)).

ثنا خان وايي: ((ما د ډېرو عالمانو په وېناوو کې دا خبرې اورېدلي دي، چې دا حقيقت هم دى او موږ ټول له مخکې څخه په دې خبر هم يو، خو کله چې يې د بل چا له خولې واورو نو بيا پرې عمل هم کوو او يقين هم پرې کوو)).

 

نوموړې په خپل ويډيويي پېغام کې وويل: ((موږ د خپل ځان د لږ ساعت د خوشحالۍ يا شهرت لپاره ګناهونه ترسره کوو، بيا داسې کېږي چې د خوشحالۍ هغه وخت ختمېږي خو زموږ ګناهونه پاتې کېږي چې تر قبره پورې له موږ سره وي، موږ د لږ وخت خوشحالۍ لپاره خپل اخرت تباه کوو)).

ثنا خان په دې ويډيو کې مخکې وايي: ((همداسې موږ د خوب له لامله د تهجد او سهار لمونځ پرېږدو، چې له دې وجې نه زموږ ډېرې نېکۍ له لاسه ووځي.))

هغه زياتوي: ((دا هر څه ما په ډېرو بيانونو کې اورېدلي دي او همدې زما ژوند بدل کړ، که موږ ټول په دې خبرو عمل وکړو، نو زموږ دنيا او اخرت دواړه به جوړ شي)).

 

ثنا خان همدا راز له دې ويډيو سره ليکلي دي: ((زه هيله کوم چې دا هر څه به ستاسې په ژوند کې مثبت بدلون راولي، تر څو د رښتيني خالق او د نړۍ لپاره غوره انسان درڅخه جوړ شي.)) هغه همدا راز زياتوي: ((زموږ د اخرت ژوند زموږ د دنيا په ژوند پورې تړلى دى)).

 

د يادولو وړ ده چې ثنا خان د مشهورې خپرونې (بګ باس) د شپږم پړاو څخه شهرت ترلاسه کړى و، د بالي ووډ دې پخوانۍ اداکارې څو ورځې مخکې د اسلام لپاره فلمي نړۍ پرېښوده او وې ويل چې نور به په خپل ژوند کې د انسانيت خدمت کوي او د خداى د حکمونو سره سم ژوند به کوي.

ثنا خان د بالي ووډ مشهوره موډله، نڅاګره او اداکاره وه، چې ډېر کلونه يې په هندي سينما او سريالونو کې کار وکړ. د هغې په مشهورو فلمونو کې (جى هو)، (وجه تم هو)، (ممبۍ ټو ګوا) او (هلا بول) شامل دي.

کاپي هنرستان…