د اسټرالیا په بېګ بش ليګ کې د افغان لوبغاړي فضل الحق فاروقي قرارداد لغوه شوی

سرچينې وايي، له فضل الحق فاروقي سره سیډني ټنډرز لوبډلې تر هغې وروسته تړون سمدستي لغوه کړ چې د هغه له چلنده شکایت شوی و.
د جنوبي اسټرالیا د کرکټ رییس لي جرمون ویلي د فاروقي چلند د جنوبي اسټرالیا د کرکټ له ارزښتونو بهر دی او دا پرېکړه شوې چې د هغه تړون لغوه شي.
لا معلومه نه ده چې فاروقي څه کړي و، خو شکایت د یوې پېښې په اړه و چې تېره پنجشنبه رامنځته شوې او په اړه یې یو استماعیه غونډه هم جوړه شوې وه.