دوشنبه , 29 اپریل 2024

د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې د نړیوال جام ۱۸ مه لوبه وګټله

د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې د نړیوال جام اتلسمه لوبه کې بری حاصل کړ او د الف ګروپ نومرو په جدول کې یې ځان تر دویم مقام ورساوه.

د ښځينه نړیوال شل اوریزجام ۱۸ مه لوبه کې د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې د نیوزیلېنډ ښځينه کرکټ لوبډلې ته یې په ۴ منډو ماته ورکړه.

اسټرالیا په شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د بېت موني د ۶۰ منډو په مرسته ۱۵۵ منډې وکړې او نیوزیلېنډ ته یې ۱۵۶ منډې هدف ورکړ.

د نیوزیلېنډ ښځينه کرکټ لوبډلې په شل اورونوکې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۱ منډې وکړې او لوبه ترې د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډلې په ۴ منډو وګټله.

مېګا سکاټ او جورجیا ورېهم د اسټرالیا په ملاتړ درې، درې وېکټې واخېستې.

د اسټرالیا ښځينه کرکټ لوبډله د دې لوبې په بري سره د نومرو جدول الف ګروپ کې دویم مقام واخېست.