‏د اسټرالیا کرکټ ادارې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره په مارچ میاشت کې کېدونکې لوبې لغوه کړې دي

‏ټاکل شوې وه، چې د استرالیا او افغانستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ متحده عربي اماراتو کې مارچ او اپریل میاشتو کې ترسره شي، خو تازه د استرالیا کرکټ بورډ اعلان کړی،چې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز غبرګون کې له افغانستان سره دا سیالۍ نه کوي.