د اسیا جام فوټبال سیالۍ تر نیمه پای لوبې ورسېدې

د اسیا جام سیالیو کې کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې په استرالیا یو ګول وکړ، ماتې یې ورکړه او نیمه پای لوبې ته یې لار وموندله.

د همدې سیالیو په بله لوبه کې قطر لوبډلې هم کوریا ته یو صفر ماتې ورکړه او نیمه پای لوبې ته ووته.

په یادو سیالیو کې د ۲۴ هېوادونو لوبډلو ګډون کړی وو، چې ایران، جاپان، کوربه متحده عربي اماراتو او قطر لوبډلو یې نیمه پای لوبو ته لار وموندله.

په نیمه پای لوبو کې به ایران له جاپان سره او قطر به له اماراتو سره سیالۍ ترسره کړي.

ټاکل شوې د اسیا جام سیالیو پای لوبه د فبروري په لومړۍ نېټه ترسره شي.

نصرت الله عمرزی