د اسیا غوره لیک سیالیو لړۍ کې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې عمان لوبډلې ته ماته ورکړه.

په نننۍ پنځوس اوریزه لوبه کې افغان لوبډلې پچه وګټله او د توپ اچونې یا بالنګ پریکړه یې وکړه، چې په ۴۸ اورونو کې یې د سیالې لوبډلې ټول لوبغاړي وسوزول.

د عمان لوبډلې افغان ملي لوبډلې ته ۱۸۶ هدف وټاکل، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یوازې د پنځو لوبغاړو په سوزیدو سره ټاکلی هدف په ۳۴ اورونو کې پوره کړ او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د متحده اماراتو او دوهمه لوبه د هانګ کانګ له لوبډلې ګټلې وه، خو تیره ورځ یې په خپله دریمه لوبه کې د مالیزیا له لوبډلې څخه ماتې وخوړله.

د اسیا د غوره لیک سیالۍ، چې په مالیزیا کې رواني دي د افغانستان په ګډون پکې، د متحده عربي امارت، هانګ کانګ، ، عمان او مالیزیا لوبډلې برخه لري.