د افسانوي ادب ژباړې مسایل اوستونزې

لیکوال :شیخ عبدالرشید

ژباړن:مصطفی باور

انساني ذهن د ژوند له تجربو اغیزمن کېږي او پر دې تجربو یو ډول عکس عمل هم ښيي.هره تجربه ځانته نښه لري،لیکوال د همدغو تجربوپه مرسته تخلیقي پنځونې کوي.د تجربو  سیمه ډېره پراخه ده، په دې کې لیدلي او نالیدلي څېزونه ګډ دي.د یوې انځوګرۍ لپاره پکار ده چې د لیکوال ذهن د برېښنا په څېر چټک وي؛ دا هله شونې ده، چې د لیکوال په ذهن کې شته تجربې د نورو مهمو مسایلو په څېر د  ارښت وړ وي.دا کار لیکوال د حل لارې ،پرېکړې اوفکر ته مجبوروي، چې په دې سره لوړ ادب پنځېږي.

کله چې ټولنېزمسایل د حافظې له کږلیچونو راوځي، نو انساني ذهن  په دومره  لوړ قوت سره کار کوي چې د خيال ښاپېرۍ یې په رګونو کې خواره وي، شاعر یې زمزمه کوي او لیکوال لیکلو ته هڅوي. شاعر یې په زمزمه کولو وایي، دا همغه څېز دی، چې ځان یې پنځونې ته جوړوه؟ یا بل څه….لیکوال یې پر شونډو تکراروي او څېړي یې؛ نو په دې سره پنځونه د لیکلو بڼه غوره کوي.

ژان پال سار تر په دې اند وو:( که چېرې له سړي سره د ویلو او ورښودلو  هنر وي، نو دا سرا سر  ظلم دی، چې خپل پټ ځواک په نورو کسبونو ضایع کړي) .د ده په اند پر هنر او ادب له مینې کار کول په دې مانا دی، چې په خپله خوښه ژوند کول غواړي.نو پوهېږو چې دا سړی دننه  بشپړ دی.بلا شبه ادیب د خپلې تجربې پر مټ خپل ژوند پنځوي او د ژوند په اوږدو کې ټوله ځواکمنتیا خپلوي؛ خو په دې کړنه کې بیا هم خپل هنر او فن له پامه نه غورځوي.د دې اړیکه له مادي حیقیقت او عکس سره ده؛یو داسې عکس ،چې جوړښتني نه؛ بلکې تخلیقي وي.دغه تخلیقي ادب په بشپړ ډول  یو ډول اهمیت لري او همدارنګه یو ډول فکرانګیزه خبره ده.

د نړیوال ادب غوښتنې پوره کول په ځانګړي ډول تخلیقي او افسانوي ادب څنګه نورو ته رسولی شو ؟نو په ډاډ سره ویلی شو چې د ژباړې د تېزوالي پر مټ کولی شو، چې خپل ولس د نړۍ ادب او علم سره بلد کړو.نو پکار ده چئ عصري زده کړې او ادب په خپله ژبه کې ور زیات کړواو په دې سره عامه ذهنیتونه پوه شي، چې اوس هم د تخلیقي ادب او په ځانګړي ډول د افسانوي ادب ژباړه اسان کار نه دی.افسانوي ادب له یوې ژبې نه بلې ژبې ته اړول نه دي ؛بلکې یو تهذیب بل تهذیب ته اړول دي.

د ژباړې لپاره تر ټوله اړینه مسله ذهني رویه ده، په نولسمه پېړي کې یې ذهني حرکت، پنځونې ته لوړوالی ورباښه او د دې پر وړاندې، ژباړه دویم ذهني عمل وګڼل شو، چې په دې سره ورو ورو زیاتو ذهني روییو بدلون وموند.

په یاد مو وي، چې ژباړه د یو ولس لپاره بنسټيز ضرورت دی،چې په دې سره د زده کړو د غوښتنې شعور ويښولی شو.ژباړه ستونزمن هنر دی.له نورو ژبو نه یواځې د لغاتونو ژباړل هم نه دی؛ بلکې د نورو ژوبو روح هم په دویمه ژبه کې انځورول اړین دی. په یوه ژبه کې د تخلیقي ادب پیدا کول او دوام کول، چې څومره د اهمیت وړ خبره ده، دومره د ژوندیو ژبو د دننه ادیبانو د نورو ژبو د علامتونو پر ژباړلو هم ټېنګار کړی دی.په تخلیقي ډول ترجمه یوه نوې مسله له ځان سره لري؛ ځکه دا له یوه داسې متن سره اړیکه لري چې په خپله ژبه کې ساری نه لري خو لا تر اوسه د ژباړې مسایل پيچلي دي.په فرانسوي ژبه کې یوه مشهوره خبره ده چې وایي.ژباړه ښځو ته ورته ده ،هغوی چې وفادارې دي ښکلې نه دي،هغوی چې ښکلې دي وفادارې نه دي.