د افغانستان اشې هارا کاراتې روزونکي جاپان ته لاړل

د افغانستان اشې هارا کاراتې د روزونکو څوارلس کسیز ټیم جاپان ته د روزنې لپاره ولاړ.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست وایي، د روزونکو دا روزنيزه دوره د اګسټ په درېیمه د جاپان په توياما ښار کې د درېیو ورځو لپاره پېلېږي.

په دې کورس کې د افغانستان په ګډون د ۲۵ هېوادونو روزونکي ګډون لري.

د کاراتې فدراسیون د مالوماتو له مخې دا لومړی ځل دی چې افغان روزونکي په داسې يو مهم روزنيز سفر کې د نړيوال فدراسيون له لورې بلل کېږي