د افغانستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبه نن ترسره کېږي

ټاکل شوې دا لوبه د ماسپښین په دوه بجو پېل شي.

افغان لوبډلې د تمریناتي سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ له له پاکستان لوبډلې څخه په اووه ویکټو وګټله؛ خو کوربه انګلستان لوبډلې بیا خپله تمریناتي لوبه استرالیا ته په ۱۲ منډو بایللې وه.

افغانستان او انګلستان په ۵۰ اوریزه سیالیو کې یو ځل په ۲۰۱۵ کال مخ شوي او هغه لوبه هم انګلستان لوبډلې ګټلې وه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دغه تمریناتي لوبه به درته له انعکاس راډیو تلوېزیون څخه هم په ژوندۍ بڼه نشر شي.