د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د ټېسټ لوبې دویمه ورځ هم پای ته ورسېده

د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په روانه ټېسټ لوبه کې ایرلینډ لوبډله په لومړي وار توپ وهنه کې په ۱۷۲ منډو اوټ شوه.

توپ اچونه کې یامین احمدزي او محمد نبي درې درې، راشد خان او وقار سلام خېل دوه دوه ویکټې واخیستې.

افغان لوبډلې خپل لومړي وار توپ وهنه کې ۳۱۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول.

توپ وهنه کې رحمت شاه د ۹۸، اصغر افغان د ۶۷ او حشمت الله شهیدي د ۶۱ منډو په جوړولو سره ښه وځلېدل، خو ایرلینډ ته ټامپسن درې، انډي میک براین، کیمرون ډاو او جورج ډکرل دوه دوه ویکټې واخیستې.

ایرلینډ لوبډلې خپله دویم وار توپ وهنه پیل کړې، ۱۲ اورونه یې لوبولي ۲۲ منډې یې جوړې کړي او یو لوبغاړی ویلیم پارټر فیلیډ یې د یامین احمدزي له خوا اوټ شوی دی.

افغان لوبډله لا هم له ایرلینډ څخه ۱۲۰ منډې مخکې ده، که ایرلینډ لوبډلې دا منډې پوره کړې له هغه وروسته به افغان لوبډلې ته هدف ورکوي او  که له پاتې ۱۲۰ منډو مخکې وسوځېده لوبه به د افغان لوبډلې په ګټه پای ته رسیږي.

ټاکل شوې د درېیمې ورځې لوبه یې سبا سهار ۹ بجې پیل شی.

خبریال: نصرت الله عمرزی