د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ ۵۰ اوریز سیریز مساوي پای ته ورسېد.

په پنځمه یو ورځینۍ لوبه کې ایرلینډ لوبډلې د ټاس په ګټلو سره افغان لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه؛ افغان لوبډلې په ټاکل شوو پنځوس اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې لوبډلمشر اصغر افغان ۸۲ ، محمد نبي عیسی خېل ۴۰ او راشد خان ۳۵ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې رینکینګ ۲ او کامرون ډاو ۳ لوبغاړي وسوځول.

یاد هدف ایرلینډ لوبډلې ۴۸ م اور کې د ۵ لوبغاړو په زیان سره پوره کړ.

پال سټرلینګ ۷۰ او انډي بلبیرني ۶۸ منډې جوړې کړې.

که څه هم لوبه افغان لوبډلې وبایلله، خو د لوبې غوره لوبغاړی اصغر افغان او د ټول سیریز غوره لوبغاړی انډي بلبرني وټاکل شو.

له دې وړاندې افغان لوبډلې ایرلینډ ته په درې پرله پسې شل اوریزو لوبو کې ماتې ورکړې وې او کلین سویپ کړې یې وه.

ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ ټېسټ لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ ۹ بجې پیل شي.