له دې وړاندې یې له درې شل اوریزو لوبو څخه دوه افغان لوبډلې وګټلې او سیریز یې په خپل نوم کړ، خو وروستۍ لوبه یې د باران له امله ترسره نه شوه.
افغانستان او ایرلینډ ۱۷ یو ورځنۍ لوبې کړي، چې ۹ ایرلینډ او ۸ افغانستان ګټلي دي.
لومړۍ لوبه کې به پیاوړی لوبغاړی محمد شهزاد محمدي نه وي، د کرکټ بورډ په وینا شهزاد په لېسټ ای لوبو کې د لوبڅار خلاف یو ډول غېر اخلاقي چلند کړی وو او د همدې له امله پرې د یوې نړیوالې ۵۰ اوریزې لوبې بندیز ولګول شو.
خبریال نصرت الله عمرزی