د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېمه لوبه نن ماښام ۷ نیمې بجې پیلیږي

د شل اوریزو لوبو لړۍ یې د دوه لوبو په ګټلو سره افغان لوبډلې په خپل نوم کړې ده.

که په ننۍ لوبه کې هم افغان لوبډله ایرلینډ ته ماتې ورکړي، نو په شل اوریزو لوبو کې به یې وایټ واش کړي.

دواړه لوبډلې درې ۵۰ اوریزې سیالۍ هم ترسره کوي، چې د اګسټ په ۲۷مه نېټه پیلیږي.

حضرت الله ځاځی، چې په شل اوریزو سیالیو کې ښه وځلید اوس افغان کرکټ بورډ زیری ورکړی، چې د ایرلینډ خلاف ۵۰ اوریزو لوبو کې به هم ولوبیږي.

هېره دې نه وي چې ننۍ لوبه درته انعکاس راډیو تلویزیون هم په ژوندۍ بڼه خپروي.

عمرزی