د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لوبې لومړۍ نیمایي له ګول وهلو پرته مساوي وه، خو د دویمې نیمایي په ۷۲یمه دقیقه کې د افغانستان لپاره حیدري ګول وکړ.
تاجکستان لوبډله په ۸۸یمه دقیقه کې په وهلو بریالۍ شوه او لوبه په همدې ترتیب یو- یو مساوي پای ته ورسېده.
د دواړو لوبډلو ترمنځ په تېرو څلور لوبو کې یې یوه هم افغان لوبډلې نه ده ګټلې ټولې تاجکستان ګټلي دي.