د افغانستان ايمرجينګ لوبډله بنګله دېش ته لاړه

د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان ایمرجینګ لوبډله په اسیایي ایمرجینګ سیالیو کې د ګډون په موخه نن سهار د بنګله دېش هېواد ډهاکا ښار ته لاړه.

یادې سیالۍ د نومبر په ۱۴مه نېټه پیلېږي او تر ۲۳مې په دوام وکړي.

افغان لوبډله کې سميع الله شینواری (لوبډلمشر)، عبدالمالک، ناصر عمر، بهير شاه، طارق ستانکزی، دروش رسولي، وحيد شفق، شاهدالله کمال، منير کاکړ (ويکټ ساتونکی)، نجات مسعود، عظمت الله، وفادار مومند، شوکت زمان، عبدالواسع او يوسف ځاځی شامل دي.

افغان لوبډله به دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د نومبر په ۱۴مه له پاکستان سره ترسره کړي او له هغې وروسته به عمان او سریلانکا سره هم مخامخ شي.