د افغانستان ای پی ایل لیګ سیالیو کې بلخ لوبدلې ننګرهار ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه

که څه د ننګرهار لپاره هدف ډیر لوړ نه و ورکول شوی، خو د میرویس اشرف د ښې توپ اچونې له کبله د ننګرهار لوبډله په هدف ترلاسه کولو کې پاتی راغله.

که څه هم ټاس د ننګرهار لوبډلې وګټه خو د توپ اچونې پریکړه یې وکړه، د بلخ لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، چې په ټاکلو شل اورنو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ننګرهار لوبډلې ته د ۱۴۴ منډو دف و ټاکه

توپ وهنه کې د بلخ لوبډلې لپاره ټین دوس چیت ۳۵ او کولن مورنو ۳۳ منډې جوړې کړې

توپ اچونه کې د ننګرهار لوبډلې لپاره مجیب الرحمن او میک لنګ اینګ دوه دوه لوبغاړي وسوځول

وروسته د هدف د ترلاسه کولو لپاره د ننګرهار لوبډله میدان ته راغله که څه هم هدف ډیر لوړ نه خو د ننګرهار لوبډلې ورته ځان ونشو رسولی او لوبه یې د بلخ لوبډلې ته د ۲۵ منډو په توپیر سره وبایلله

توپ وهنه کې د ننګرهار لوبډلې لپاره پاول دویچ ۴۸ او هشمت شاهدي ۲۳ منډي وکړي

د بلخ لوبډلې لپاره بیا میرویس اشرف ښه توپ اچونه ترسره کړه د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې وسوځول افتاب عالم او ګلبدین نایب دوه دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې بیا ته ورسوله

تر دې وړاندې د کابل او کندهار لوبډله ترمنځ هم لوبه تره سره شوه چې کابل لوبډلې د دوه منډو په توپیر سره وګټله