د افغانستان بهرنیو چارو وزارت تدامیچي یاماماتو احضار کړی دی

یاد وزارت پرون جمعه په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت مشر تاداماچي یاماماتو احضار کړی دی.

د یاد وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، چې سرپرست وزیر هارون چخانسوري یاماماتو ته ویلي دي، انتخاباتي بهیر ختم شوی او د افغانستان د اساسي قانون په اساس محمد اشرف غني ولسمشر دی او هغه د ولسمشر په توګه لوړه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوې اعلامیې له مخې، تدامیچي ته ویل شوي د افغان سیاست په اړوندو مسایلو بحث باید د افغانستان د اساسي قانون او نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې نه وي.

په اعلامیې کې په واضح ډول ویل شوي نه دي، چې ولې د بهرنیو چارو وزارت ښاغلی یاماماتو احضار کړی.

که څه هم په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې تدامیچي احضار شوی دی؛ خو تېره پنجشنبه د افغانستان پخواني اجرايه رئیس عبدالله عبدالله پر خپله فیسبوک پاڼه له یاماماتو سره د خپل تازه ملاقات یو تصویر خپور کړی و او ویلي و، چې په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو له مشر سره په روانو حالاتو خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د یوناما مشر ویلي دي، چې د ملګرو ملتونو د اصولو له مخې یوناما په افغانستان کې هېڅ موازي حکومت نه په رسمیت پېژني او نه یې هم ننګه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګري ملتونه ولسمشر غني د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه پېژني او هغه ته یې مبارکي ورکړې ده.