د افغانستان تر ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډله ایران ته لاړه

د افغانستان فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې افغان لوبډله اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو کې د ګډون په موخه نن سه شنبه د ایران همدان ښار ته لاړه.

تر ۱۶ کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ اسیا جام په ۲۰۲۰ کال کې ترسره کیږي.

دغو سیالیو ته د لار موندنې په موخه د ۴۷ اسیایي هېوادونو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ په ۱۱ ګروپونو کې د روانې سنبلې میاشتې په ۲۳مه نېټه پیل شوي او تر ۳۱مې نېټې پورې به دوام وکړي.

افغان لوبډله په سي ګروپ کې ده او خپله لومړۍ لوبه به د فلسطین پر وړاندې چهارشنبه، دویمه لوبه د مالدیف پر وړاندې جمعه او درېیمه لوبه به د یکشنبې په ورځ د کوربه ایران پر وړاندې ترسره کړي.