د افغانستان د اوسپنې پټلۍ کرښه

ژباړن: شفیق الله یوسفزی

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ کرښه؛ د ۳۳۰۰ کیلو متره اوسپنې پټلۍ تخنیکي او اقتصادي مطالعات

په نړۍ کې د لومړي ځل اوسپنې پټلۍ له رامنځته کېدو څخه دوه پیړۍ تېرېږي، افغانستان غوندې په وچه کې راګیر هېواد ته، چې د اوسپنې پټلۍ په واسطه ترانزیت او ترانسپورت ورته تر ټولو ارزانه تمامېږي، تر اوسه د اوسپنې پټلۍ شبکه نه لري. افغانستان کې په لومړي ځل د اوسپنې پټلۍ د امیر امان الله په وخت کې جوړ شوی، چې تقربیا یوه پیړۍ يې پوره کېږي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکه اداره په ټول هېواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکې رامنځته کېدو لپاره هلې ځلې کوي، چې تازه د ۳۳۰۰ کیلو متره اوسپنې پټلیو تخنیکي او اقتصادي سروېبشپړه شوې او د بودجې پیدا کېدو سره به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۵۰۴۰ کیلو مترو په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ جوړې شي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکه

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکه اداره وايي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ کرښې په څلورو دهلیزونو ویشل شوې او د ۵۰۴۰ کیلو مترو لومړني پرمختیايي کارونه هم بشپړ شوي دي.

لومړی دهلیز، د شمال څخه شمال لویدیځ لور ته غځول شوی، چې د کندز ولایت (شیرخان بندر) څخه پیل او د بلخ، جوزجان، فاریاب او بادغیس ولایتونو څخه په تیرېدو د هرات ولایت د تورغونډۍ په سوداګریز بندر کې پای مومي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د نقشې له مخې ددې دهلیز اوږدوالی ۱۲۵۷ کیلو متره دی چې په ۲۰۲۰ کال کې به بشپړ شي.

د دې اوسپنې پټلۍ په اوږدو کې د افغانستان مهم سوداګریز بندرونه موقعیت لري، چې افغانستان د منځنی اسیا له هېوادونو سره نښلوي. په کندز کې د شیرخان بندر افغانستان له تاجکستان سره، په مزار شریف کې د حیران بندر افغانستان له ازبکستان سره، په فاریاب کې د اقینې بندر او هرات کې د تورغونډۍ بندر افغانستان له ترکمنستان سره نښلوي او د ددې څلورو بندرونو او اسلام قلعه بندر د اوسپنې پټلۍ د اوسپنې پتلۍ له اصلي کرښې سره یو ځای کېږي، چې تر اوسه پورې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ۷۵ کیلو مترو په اوږدوالي، د اقینې اوسپنې پټلۍ د ۴.۵ کیلو مترو په اوږدوالي او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ د ۱۳ کیلو مترو په اوږدوالي جوړ شوی. دا دهلیز دافغان دولت او د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې په لومړیتوبونو کې راځي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ نقشه

دوهم دهلیز د لویدیځ دهلیز دی، چې د هرات ولایت څخه پیل او د فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، غزنی، لوګر، کابل، پروان، بامیان او بغلان ولایتونو څخه په تیرېدو کندز ولایت کې پای مومي. د دې دهلیز یوه برخه چې له هرات پیل د کندهار په سپین بولدک کې پای ته رسېږي، ۱۱۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري.

د اوسپنې دا پټلۍ په هرات کې د اسلام قلعه، په نیمروز کې د زرنج، په هلمند کې د بهرامچه او په کندهار کې د سپین بولدک بندرونو څخه تیرېږي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د نقشې له مخې ددې بندرونو څخه د اوسپنې پټلۍ هره کرښه د اوسپنې پټلۍ له اصلي کرښې سره یو ځای کېږي او تر ټولو اوږده د اوسپنې پټلۍ له کندهار څخه تر سپین بولدک غځېږي، چې ۱۰۷ کیلو متره اوږدوالی لري.

ددې دهلیز دوهمه برخه (ختیځ دهلیز) له کندهار څخه پیلېږي او په کندز کې پای ته رسېږي. د اوسپنې دا پټلۍ د نقشې له مخې ۱۳۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري.

دریم دهلیز، د ختیځ دهلیز دی، چې د ننګرهار له تورخم بندر څخه پیلېږي او د هېواد تر پلازمینې غځېږي. د اوسپنې پټلې د ادارې په وینا د تورخم – کابل – پروان – بامیان – بغلان- کندز د اوسپنېپټلۍ کرښې تخنیکي او اقتصادي مطالعات بشپړ شوي دي.

څلورم دهلیز مرکزي دهلیز دی چې ۵۷۴ کیلومتره اوږدوالی لري، له هرات څخه پیلېږي، غور، دایکندي، بامیان، میدان وردک څخه په تیرېدو په کابل کې پای مومي.

د افغانستان حکومت په نظر کې لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د اوسپنې پټلیو شبکه جوړه کړي. که چیرې مالي سرچینې پیدا شي، نو اوسپنې پټلۍ به جوړې شي، خو دا چې د اوسپنې پټلیو پروژې نسبت د سړک جوړولو او نورو زیربنایي پروژو ته ډېر لګښت غواړي، نو ګورو چې افغان دولت له همکارو بانکونو، ډونرانو او هېوادونو سره د خبرو له لارې څومره مالي ملاتړ تر لاسه کوي. له نیکه مرغه، افغان دولت پدې بریالی شوی، چې د اوسپنې پټلۍ لپاره مالي ملاتړ جذب کړي او پدې برخه کې يې عملي ګامونه هم اخیستي دي.

د کومو پروژو سروې او د کومو پروژو ساختماني کارونه بشپړ شوي دي؟

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکه چې ۵۰۴۰ کیلو متره اوږدوالی لري، ددې ۵۰۴۰ کیلومترو څخه د ۳۳۰۰ کیلومترو تخنیکي او اقتصادي مطالعات چې په مختلفو دهلیزونو کې موقعیت لري په ۲۰۰۶ کال پيل شوي وو، اوس تازه پای ته رسیدلي دي. د دې پروژو تخنیکي او اقتصادي مطالعات د افغانستان د لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره تر سره شوي؛ چې اقتصادي ګټورتوب، د اقتصادي ودې ظرفیت او د سیمې او نړیوال بازارونو سره د افغانستان د نښلولو ظرفیت په نظر کې نیول شوی. د ۳۳۰۰ کیلو متره اوسپنې پټلۍ څخه د کندز شیرخان بندر- مزار شریف- میمنه-  بادغیس- هرات پروژې د ۱۱۴۰ کیلو مترو په اوږدوالي پروژې تخنیکي مطالعات بشپړ شوي. د تخنیکي مطالعاتو دوهمه برخه د ۳۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي د کندز څخه تر اقینې بندر پورې بشپړ شوي او تدارکاتي اسناد يې برابر دي، چې د بودجې پیدا کېدو سره ساختماني کار پرې پیلېږي.

همدارنګه د هرات- فره- نیمروز- هلمند- کندهار- زابل- غزني- لوګر- کابل، د خواف – هرات کرښه د ۸۷ کیلومترو په اوږدوالي، د تورخم- کابل- پروان- بامیان- بغلان- کندز او په سرپل کې د امو سیند نفتي څاګانو مسیر تخنیکي مطالعات هم تر سره شوي.

د اوسپنې پټلۍ د ادارې د مالوماتو له مخې، افغانستان اوسمهال ۱۸۵ کیلومتره د اوسپنې پټلۍ لري چې د سوداګریزو کالیو د ترانزیت په پار استعمالیږي. د حیرتان – مزار شریف اوسپنې پټلۍ د فرعي کرښو سره د ۱۰۶ کیلو مترو په اوږدوالي، د اقینې بندر پروژه د ۴.۵ کیلومترو په اوږدوالي او د تورغونډۍ پروژه د ۱۳ کیلو مترو په اوږدوالی بشپړ شوی او د ګټې اخیستنې وړ ګرځیدلی دی.

د اوسپنې پټلۍ پروژو د مطالعاتو پړاوونه او افغانستان سره مرسته کوونکي هېوادونه

د اوسپنې پټلۍ پروژو مطالعات په دریو پړاوونو کې بشپړېږي. په لومړي پړاوو کې د امکان ارزونې مطالعات دي، چې په دې کې د اوسپنې پټلۍ نقشه او د سټلایټ ابتدايي مسیر تثبیتېږي او همدارنګه د پروژې تخنیکي، اقتصادي او ټولنیز امکان هم ارزول کېږي.

دویم پړاوو د پروژې اقتصادي او تخنیکي مطالعات دي چې پدې پړاوو کې د پروژې ابتدايي ډیزاین صورت نیسي او ددې ترڅنګ د اوسپنې پټلۍ میسر، ټولنیز مطالعات او په وګړو يې اغیز ارزوي. هره پروژه د اقتصادي ګټې او پر چاپیریال يې د اغیزو له مخې ارزول کېږي.

دریم پړاوو د پروژې ډیزاین دی چې د مطالعاتو د ټولو پړاوونو څخه وروسته او د پروژې د لګښت په نظر کې نیولو سره تر سره کېږي. پدې برخه کې د اوسپنې پټلۍ  د تېرېدو مسیرونه له نژدې څخه سروې کېږي او د پروژې ټول کارونه او اصلي مسیر تعیینېږي. څلورم پړاوو د ساختماني کار پیلول دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ خپلواکې ادارې په وینا تر اوسه د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو ستر مالي ملاتړی او شریک پاتې شوی او ایران، پاکستان، چین او د منځنياسیا ځینې هېوادونو پدې برخه کې همکاري کړې ده. د حیرتان مزار شریف پروژې یوه برخه مطالعات او جوړول د اسیا پرمختیايي بانک لخوا، د تورخم- جلال اباد او سپین بولدک- کندهار پروژو مطالعات د یو هوکړه لیک له مخې د پاکستان لخوا، د شبرغان- فاریاب- بادغیس- هرات اوسپنې پټلۍ د ۶۵۷ کیلو مترو په اوږدوالي تخنیکي مطالعات د چین هېواد په همکارۍ، د هرات- کندهار- کابل اوسپنې پټلۍ تخنیکي او اقتصادي مطالعات د چک هیواد پواسطه او د خواف- هرات پروژې مطالعات د ایران په مالي ملاتړ تر سره شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې جوړولو لګښت

په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ پروژو د جوړولو لګښت، د غرنۍ جغرافیې ته په کتو لوړ تخمین شوی. یو کیلو متر عادي اوسپنې پټلۍ د ۱.۵ میلیون څخه تر ۱.۷ میلیون ډالرو پورې لګښت لري، که د یو کیلو متر اوسپنې پټلۍ لګښت ۱.۵ میلیون ډالره حساب کړو نو د ۵۰۴۰ کیلو متره اوسپنې پټلۍ به ۷.۵ میلیارده ډالره لګښت راشي.