د افغانستان د بریا لیګ روشن لوبې پیل شوې

د افغانستان د فوټبال د بریا لیګ لوبې چې د روشن کمپنۍ یې سپنسر کوي، همدا اوس پیل شوې.

په دغه لیګ د هیواد د بیلابیلو زونونو مختلفې لوبډلې ګډون لري.

دا لوبې چې ډیرې په زړه پورې دي، ډیر مینوال لري.

یادې لوبې چې په کابل کې کیږي، د پلازمینې په شمول د هیواد له نورو ولایتونو نه همې د فوټبال مینوال ورځې.

همدا اوس چې له تلویزوني شبکو نه ددې لوبو مراسم په ژوندۍ بڼه خپریږي، ټول راغلي سیال بین ډیر خوښ بریښي، هیوادنۍ حماسي سندري په میدان کې غږیږي او د افغانستان تور، سور او شین رنګه بیرغونه یې په لاسونو کې نیولي دي.