په اُردن کې د ۳۲ آسیايي هېوادونو د تنکیو ځوانانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې، چي افغانستان پکې دویم مقام خپل کړ.
د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې سیالیو کې افغانستان یو د سپینو زرو او دوه د برونزو مډالونه وګټل.
فرزاد منصوري د سپینو زرو، غلام مرتضی او احسان رحیمي خپلو سیالانو ته په ماتو ورکولو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
په دې سیالیو کې ۹ افغان لوبغاړي په بېلابېلو وزني کټګوریو کې ولوبېدل او له جنوبي کوريا، ازبکستان، تايوان، اردون، عربستان، ايران او کوېټ هېوادونو سره یې سيالۍ وکړې.