د افغانستان د تکواندو لوبغاړي مرتضی صالح د سرو زرو مډال ترلاسه کړ

غلام مرتضی صالح په دغو سیالیو کې خپل څلور سیالان له پاکستان، یو له آلبانیا او همدارنګه د خپل مصري سیال پر ماتولو بریالی او د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړ.

د پاکستان د جي -۱ ټکوانډو نړۍوالې سیالۍ د نړۍ د ۱۵ هېوادونو د ۴۲۲ ټکواندو کارانو په ګډون سره په اسلام اباد ښار کې جوړې شوې.