د افغانستان د تکواندو لوبډله د جي ون سیالیو کې ګډون لپاره د پاکستان هېواد ته ولاړه.

د بدني روزنې او ورزش او د اولمپېک ملي کمیټې له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغه لوبډله به پاکستان کې د نومبر له ۵مې تر ۹مې د تکواندو سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان تکواندو فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر وایي چې په دغه لوبډله کې ۱۹ لوبغاړي، ۱۴ روزونکي او ډاکټران شامل دي.