د افغانستان د تکوندو ملي لوبډلې د اسیاپه لوبو کې ۲ د برنزو مډالونه خپل کړل.

د افغانستان د تکوندو ملي ټیم روزونکي بشیرتره کي رسنیو ته وویل؛ افغان لوبغاړي روح الله نیکپا او محمود حیدري د درې درې لوبو په ګټلو سره دې هیواد ته دوه د برنزو مډالونه راوړل.

د اسیا اتلولیو په دغو لوبو کې، چې دوه ورځې دمخه د ازبکستان په تاشکند کې پیل شوې، له افغانستان څخه روح الله نیکپا، سید مسعود کریمي، وهاب ځاځی او محمود حیدري ورغلي دي.