د افغانستان د فول رزم ملي لوبډله په ټي کی ایس اوو سياليو کې د ګډون لپاره ايران ته لاړه.

د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې دا لوبې نن په ايران کې پېل او د اګسټ مېاشتې تر ۹مې دوام کوي، چې د افغانستان په استازيتوب به پکې لوبغاړي د تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په کټه ګوريو کې برخه واخلي.

د المپیک کمېټې مشر ډاکټر حفيظ الله ولي رحيمي لوبغاړو ته د بري هېله وکړه او دوی ته يې لارښونه وکړه چې د دې لوبو له نويو اوصولو او مقرراتو سره ځان بلد کړي.

لوبو کې د اسيا او اروپا ۱۹ هېوادونه برخه لري چې د لومړي ځل لپاره ترسره کېږي.