د افغانستان د مالیې وزارت د تجزیې فرمان لغوه شو

ولسمشر غني د یو تازه فرمان له مخې د مالیې وزارت له چوکاټ څخه د درېیو خپلواکو ادارو د بیلولو په اړه خپل مخکینی فرمان لغوه کړی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست او نوماند عبدالهادي ارغندیوال پرون دوشنبه خبریالانو ته ویلي، چې د جمهور رئيس غني د تازه فرمان په اساس د مالیې وزارت ټول صلاحیتونه بېرته دغه وزارت ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال ده، چې جمهور رئيس غني شاوخوا درې اونۍ مخکې د عوایدو، ګمرکونو او خزاینو په نوم د درېیو خپلواکو ادارو د جوړولو فرمان صادر کړی و.

د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال وایي، د دغو نویو ادارو د جوړولو فرمان د هغه وخت د شرایطو په اساس صادر شوی وو.

نوموړي زیاته کړې، چې ولسمشر محمد اشرف غني د هغه په غوښتنه خپل پخوانی فرمان لغوه کړی او د یو تازه فرمان په ترڅ کې یې ټول صلاحیتونه بېرته د مالیې وزارت ته سپارلي دي.

د جمهور رئیس غني د پخواني فرمان په اساس د مالیې وازت څخه بېلې شوې ادارې خپلواکې وې او د خپلو چارو په اړه یې یوازې جمهوري ریاست ته ځواب ورکوه، چې دې مسلې په کور دننه او بهر غبرګونونه راوپارول.