د افغانستان والیبال فدراسیون وایي، افغان لوبډله به د هند پایتخت ډیلي کې تمرینات وکړي، چې په دې لړ کې به له هند سره دوه تمریناتي لوبې هم ترسره کړي.
د معلوماتو له مخې د افغانستان والیبال ملي لوبډله به له هغه وروسته نیپال ته لاړه شي او هلته به د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو کې لوبې وکړي.