د افغانستان د ژبو د پرمختګ لپاره یو نوی ګام

لیکوال: میوند پوهیار

پوهیار ډکشنري، د افغانستان د ټولو ژبو ډکشنري ده. پوهیار ډکشنرۍ خپل فعالیت په ۲۰۱۴ کال کې پیل کړ، په پیل کې د دې ډکشنرۍ د رامنځ ته کیدو بنسټیز هدف د پښتو – انګليسي او انګلیسي – پښتو حقوقي ډکشنري جوړول وه خو وروسته د مینه والو او کاروونکو د غوښتنې سره سم په کې د حقوقي ګلوسري تر څنګ ۲۰ نورې (طبي، اقتصادي، سپورتي، نظامي …) کټګوریانې ورزیاتې شوې او ور ور نورې ژبې (دري، عربي، بلوچي، هزاره ګي، ازبکي او انګلیسي)هم د غوښتنو سره سم ورزیاتې شوې. زما د څیړنې پر اساس په دې ډکشنرۍ کې یو پیاوړی کاري ټیم (ژبپوه، حقوق پوه، پروګرامر، ټایپسټ او ژباړن) کار کوي چې د هیواد لیکل شویو او نالیکل شویو ډکشنریانو کلمې راټولې او ثبت کړي.

په دې ډکشنرۍ کې د افغانستان ټولې ژبې په نظرکې نیول شوې دي. اوسمهال د دې ډکشنرۍ یوازې پښتو، دري، بلوچي، انګلیسي او عربي برخه تر کار لاندې ده چې په هره ډکشنرۍ کې تقریباً ۵۰ سلنه کار شوی دی او نور به هم دوام پیدا کړي. د دې ډکشنرۍ حقوقي برخه تر ۱۶۰۰۰۰ کلمو، عمومي برخه یې ۲۵۰۰۰۰ کلمو، طبي برخه یې تر ۳۰۰۰۰، سپورتي برخه یې تر ۱۰۰۰۰ او نظامي برخه یې تر ۸۰۰۰ کلمو پورې رسیږي.

پر دې ډکشنرۍ کې اوسمهال پښتو-پښتو، انګلیسي-پښتو ، دري-پښتو، پښتو-دري او برعکس ډکشنریانې فعالې دي. په پیل کې خو یوازې د پورته ژبو ګلوسري (د لغاتو ټولګه) په پام کې نیول شوې وه، خو اوس د هرې ژبې د کلمې پوره تفسیر لکه: د کلمې فونیټیک، ګرامري اړخونه (جنس، فعل، نوم، یوګړی، ډیرګړی، ښځینه…)، مثال او غږیز تلفظ په نظر کې نیول شوی دی او پرې کار کیږي.

لکه څنګه چې ژبه د یو ملت د پرمختګ نښه ده، دا ډکشنري هم د یووالي سمبول دی، په اوسني وضعیت کې افغانان د ګاونډیو هیوادونو د ژبني او مذهبي توطیو تر اغیز لاندې راغلي دي. ژبني مسایل یوازینی ارتباطي پول دی چې افغانان سره یوځای کوي او یا یې سره جلا کوي. د دې ستونزې د نه رامنځ ته کیدو لپاره دا پورته انټرنیټي او کمپیوټري ډکشنري رغول شوې ده چې پکښې ټولې د هیواد دننه ژبې او ځینې بهرنۍ ژبې راټولې شوې دي. که یو دري ژبې، بلوڅ یا هزاره وغواړي چې پښتو زده کړي او یا برعکس یو پښتون وغواړي چې پورته یادې ژبې زده کړي کولای شي له دې ډکشنرۍ او ویب پاڼې څخه په وړیا توګه کار واخلي او خپله ستونزه حل کړي.

د افغانستان د ژبو ډکشنري یوه آنلاین ډکشنري ده او هر څوک ترې په وړیا توګه کار اخیستلی شي، بله دا چې هره لحظه د تمدید وړ ده، یانې که کومه نوې کلمه رغول کیږي نو د ډکشنرۍ د کاري ټیم په واسطه به ورزیاتیږي. د دې ډکشنرۍ کمپیوټري (ډیسکټاپ اپلیکیشن) او د موبایل ورژن به په دې نږدیو کې ورغاول شي.

هیره دې نه وي چې د دې ډکشنرۍ پیل د لیکل شویو ډکشنریو څخه شوی دی او کلمې د هارډ کاپي ( مخکې لیکل شویو) ډکشنري څخه اخیستل شوې دی.

پوهیار، د افغانستان د ژبو ډکشنري: د خپل کاري ټیم په مرسته د دې ډکشنرۍ نوی ورژن چې ګوګل ژباړن سره به په ډګر کې یوزای روان وي کار کوي، د پښتو او نور ژبو لپاره ډیرې ډکشنریانې رغاول شوې دي خو یوه یې هم بشپړه نه ده. په دې ډکشنرۍ کې هڅه کیږي چې د افغانستان هره ژبه د ملي او بین المللی په کچه وده وکړي او پوره کار ورته وشي.

آدرس:  www.pohyar.net | www.dictionary.pohyar.net