د افغانستان د ښوونځیو لپاره ۱۲،۲ مېلیونه درسي کتابونه چاپ شول

د پوهنې وزارت وایي، دا کتابونه به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ښوونځیو پر زده کوونکو ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې ښوونیز کال تر نیمايي اوړي خو لا هم د ښوونځیو یو شمېر زده کوونکو ته پوره درسي کتابونه نه دي رسېدلي.

خو د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې د پنځه کلن پلان له مخې د خصوصي سکټور پر مټ مېلیونونه کتابونه چاپوي.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي وايي، سږ کال به مېلیونونه نور ښوونیز کتابونه هم چاپ شي چې د کتابونو د کموالي ستونزه به هواره کړي.

نوموړی وايي، د ۳۷ مېلیونو جلدو کتابونو د چاپ پروسه هم د تدارکاتو په حال کې ده او هغه کتابونه به هم چې د منځنۍ او لېسې دورې لپاره دي، ژر چاپ او پر زده کوونکو به یې ووېشل شي.