د کرکټ د نړۍ مشهور ستوري او د هیواد د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي راشد خان د بیوزلو سره د مرستې په موخه خیریه بنسټ جوړ کړ.
دغه بنسټ چې نوموړي په خپل نوم نومولی له مخې به یې یتمانود پالنې تعلیمي صحي پاکو اوبو او یو شمیر برخو کې د خلکو لاس نیوي وشي.
نوموړي په خپل فیسبوک پاڼه لیکلې چې د خلکو د دعا په برکت دي مقام ته رسیدلی او اوس یې وخت دی، چې د خپلو بیوزله خلکو لاسنیوی وکړي.
نوموړي ویلي خیریه بنسټ به یې په لومړیو کې دافغان یتیمانو د پالنې او تعلیم لپاره کار کوي. ورسته به بیا په صحي، پاکو اوبو د رسولو او نورو بشري برخو ته فعالیت غځوي.
نوموړي زیاته کړې تمه لري،تر څو په یاده برخه کې به د ډیرو بیوزله خلکو لاسنیوی ترسره کړي، او د ژوند ډیری مشکلات به یې ورحل کړي.
خبریال ودان مینه وال