د افغانستان د کرکټ غوره لیګ لوبې په متحد عربي اماراتو کې پیلېږي

د افغانستان غوره لیګ لوبې سبا جمعه په متحد عربي اماراتو کې پیلېږي. لومړۍ لوبه د کابل او پکتیا د لوبډلو ترمنځ ده.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر افغان د کرکټ مینه والو ته د فیسبوک له لارې په خپاره کړي پیغام کې بلنه ورکړه چې د دې لوبو نندارې ته ورشي:

“ګرانو هېوادوالو، د کرکټ مینه والو څرنګه چې تاسو ته معلومه ده د اکتوبر له پنځمې تر یوویشتمې د اې پي ایل سیالۍ په شارجه لوبغالي کې پیلېږي، له تاسو هیله کوو چې شارجه لوبغالي ته راشئ، خپل لیګ او خپل لوبغاړي تشویق کړئ.”

د افغانستان په غوره لیګ کې د کابل، کندهار، بلخ، ننګرهار او پکتیا لوبډلې شاملې دي. په دې ټیمونو کې یو شمېر نامتو بهرني لوبغاړي هم لوبېږي.

دا لوبې د شل اورونو دي او هره لوبډله به له یوه بل سره دوه ځله مخامخ شي چې د ټولو لوبو شمېر درویشتو ته رسېږي.

کاپی ازادی راډیو