د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې سبا به له نیوزیلنډ سره مخامخ شي.

نیوزیلنډ شپږ پواینټونه لري او په دوهم ځای کې دی. او افغانستان په دوهم ګروپ کې د ۴ پواینټونو په لرلو سره په درېیم ځای کې دی

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ټینګار وکړ چې افغان لوبډلې دې لوبې ته ښه تیارۍ نیولی دی.