د افغانستان د زعفران کارانو ټولنې ویلي، بلجیم هېواد کې د څکه ( ذایقه ) انسټټیوټ د ارزونې له مخې د افغانستان زعفران د کیفیت له مخې د نړۍ غوره زعفران ګڼل شوي دي.
د افغانستان د زعفران کارانو ټولنې رئیس بشیراحمد رشیدي په دې اړه وویل:
“له ښه مرغه باید ووایم چې هر کال افغانستان کې د زعفران کښت او د کیفیت د لوړوالي په موخه ډیر څه ترسره کیږي”
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې دمګړۍ د نړۍ بازارونو کې د افغانستان ۸،۱۵ ټنه زعفران شتون لري چې نړۍ ۶،۳ سلنه زعفران جوړوي.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې تیرکال افغانستان ۸،۱۵ ټنه زعفران تولید کړي، چې له ایران او هند وروسته د نړۍ په کچه یې دریم ځای خپل کړی دی.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وویل:
“د هېواد ډیری زعفران په معیاري لابراتوارونو کې آزمایل شوي، چې کیفیت یې له نړیوالو سټندردونو هم لوړ ښودل شوی دی، او اوس مهال د افغانستان زعفران د نړۍ غوره زعفران ګڼل کیږي”
اوس مهال په کور دننه د یو کیلو ګرام زعفرانو بیه ۹۰ زره افغانۍ ده، په داسې حال کې چې نړیوالو بازارونو کې یو کیلو زعفران ۱۴۰۰ ډالر ښودل شوی دی.
ورستي کلونو کې د زعفرانو کښت ډیر شوی، او د تریاکو کښت مخ په کمېدو دی. “