د افغانستان غوره لیګ سیالیو نښان( لوګو) وټاکل شوه

د افغانستان غوره لیګ د نښان (لوګو) او د لوبډلو د معرفۍ ځانګړي مراسم د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د افغان کرکټ بورډ چارواکو په شمول د شارجې کرکټ کلب مرستیال ولید بوخاطر او اماراتو کې د افغان سفارت کارکونکو ګډون کړی وو.

د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل وویل، دا د هېواد د نوې ځلېدونکو لوبغاړو لپاره یو ښه فرصت دی چې د نړۍ له سترو لوبغاړو سره په نړیواله کچه ولوبیږي او خپلې وړتیاوې لا زیاتې کړي.

له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې لیکل شوي، چې لوګو کې د افغانستان د بیرغ درې رنګونه، د لوبغاړي، بيټ او وېکټو نښانونه ځای پر ځای شوي دي.

د کرکټ بورډ د رسنیو او بازارموندنې مشر لطف الله ستانکزي وویل، چې په دې لیګ کې پنځه لوبډلې (کابل، پکتیا، کندهار، ننګرهار او بلخ) شاملې دي چې له دې ډلې یې د پکتیا او بلخ لوبډلې د دوه کمپینو له لوري پيرل شوي دي او نورې درې به هم په راتلونکو څو ورځو کې وپيرل شي.

د افغانستان غوره لیګ د کرکټ نړیوالې شورا هم منظور کړی او د اکتوبر میاشتې په پنځمه نېټه به په شارجه لوبغالي کې پیل شي.

په دې لیګ کې بهرني پیاوړي لوبغاړي هم اخیستل کیږي.

خبریال : نصرت الله عمرزی